د جام څلي ژغورلو هڅې

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د غور سیمه ییز چارواکي د جام کلي له اوسېدونکو غواړي چې له سیلابونو د جام تاریخي څلی ژغورلو لپاره اقدام وکړي. د جام کلی د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لېرې پروت دی او د غوریانو د عصر مهم هنري شهکار یانې د جام څلی همدلته ولاړ دی.
په جام کلي او شاوخوا سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي دي.
نژدې اته پېړۍ کېږي چې جام څلی د غوریانو مدنیت یادګار په توګه د سیند پر غاړه ولاړ دی، خو اوس ویل کېږي د سیند پراخېدو له کبله دغه څلی بنسټ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي: ''اضطراري کمېټې غونډه کړې او دوی وايي، سل - یو نیم سل کسان باید راټول شي او د هغو اوبه مخ بل لور ته وګرځوي، چې تر جام منار لاندې ننوځي. ''
دغه دایروي څلی پر پېچلي ډول د خښتو کارونې، هندسي ښکلا او ډبر لیکنو شهرت لري.
یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کې د امنیتي ستونزو له کبله یې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځي.

د عکس سرچینه، mustafa mastoor
د غور ځایي چارواکي وایي، ژر به له پلازمېنې کابله یو پلاوی د تخنیکي څېړنې لپاره غور ته سفر وکړي، خو د اوس لپاره د جام په کلي کې له خلکو غوښتل شوي چې د خطر له منځه وړلو لپاره لاس په کار شی.
جام څلی چې په نړۍ کې له خښتو جوړ یو له ډېرو پخوانیو څلی یادېږي، د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی، خو تل د دې څلي د خوندي ساتلو لپاره د بنسټیزو اقداماتو د نه ترسره کېدو په اړه شکایتونه او اندېښنې څرګند شوي دي.
تمه کېږي چې د دې ګواښ په لرې کېدو سره د څلي د بنسټ شاوخوا یو کلک دیوال ورغول شي.









