غور کې د سیمه ییز قومندان نیولو عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې

غور
د عکس تشریح، عملیات د غور مرکز فیروز کوه په اسداباد کې شوي دي
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان غور ولایت کې د یوه سیمه ییز قومندان نیولو په عملیاتو کې ملکي کسان او څلور افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

ویل کېږي دغه قومندان علي پور نومېږي، چې په شمشېر مشهور دی او له میدان وردګو ولایته غور ته تللی، چې اوس یې مرکز فېروز کوه ته نژدې اسداباد کلي کې د نیولو عملیات کېږي.

د غور د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه قومندان د لویو لارو اوږدو کې د خلکو په ځورولو تورن دی او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، د علي پور د نیولو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷ ملکي کسان او څلور افغان سرتېري د دواړو لوریو په ډزو کې وژل شوي دي.

ویل کېږي، علي پور د وحدت ګوند اړوند دی او سیمه کې ځینې خلکو د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د علي پور نیولو عملیاتو په غبرګون او د هغه ملاتړ په موخه په غور او د بامیانو په یو شمېرو سیمو کې مظاهرې کړي دي.

بل لور ته د وحدت ګوند مشر او د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د علي پور نیولو عملیات غندلي او دا کار د افغانستان امنیت شورا خلاف عمل بولي.

د پېښې شاهدان وایي سهار درې بجې افغان امنیتي ځواکونو هغه سیمه کلابنده کړې وه، چې علي پور پکې اوسېده، خو د دوی په وینا علي پور د سیمې ځینې اوسېدونکو په مرسته له محاصره شوې سیمې وتلی دی.

د ولسمشر غني امر

مخکې افغان ځانګړو ځواکونو په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اړوند یو سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصار نیولی و او هغه مهال د ښاغلي قیصاري په ملاتړ او د حکومت پر ضد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې مظاهرې هم شوې وې.

تېر کې افغان حکومت د یو شمېر سیمه ییزو قومندانانو ملاتړ کاوه، چې له افغان ځواکونو سره یو ځای یې له وسلوالو طالبانو او داعش ډلې سره جګړه کوله خو وروسته یو شمېر دغه قومندانان د امنیت ټینګښت لپاره خپله په خنډونو بدل شو.

دا وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته د خپل سفر پر دویمه ورځ امنیتي ځواکونو ته د هر هغه زورواکي او قومندان د نیولو او یا ځپلو امر کړی، چې د امنیت د خرابېدو هڅه کوي.