یونیسکو د جام څلي بیا رغونې ته ۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د عکس سرچینه، mustafa mastoor
- Author, شازیه حیا
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به له ایټالیا نه یو متخصص د غور د جام څلي د وضعیت د ارزونې لپاره هېواد ته راشي.
د دغه وزارت سرپرست وزیرې حسینه ساپۍ بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، څلور میاشتې وړاندې د غور د جام څلي د ښې ساتنې او بیارغونې لپاره یوه تخنیکه کمېته جوړه شوې وه، چې ټاکل شوې د دغې کمېټې غړي په راتلونکې اونۍ کې غور ته لاړ شي.
اغلې ساپۍ وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونیسکو د افغان حکومت په ګډه همکارۍ د جام څلي د بیارغونې لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده:
"موږ یونیسکو سره هوکړه لیک لرو، یونیسکو د کار په پیل کې دوه میلیونه ډالر موږ ته منلي، خو په دې شرط چې د افغانستان حکومت هم یو څه پکې ونډه ولري.
کله چې مو دغه مسله وزیرانو شورا او کابینې ته وړاندې کړه، دا د دواړو ځایونو له لورې تصویب شوه.په دې سره به موږ وشو کولای چې د غور منار څلي او په هرات کې هم ځینې څلي بیاورغوو".
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته وایي، د جام څلي ترڅنګ په هرات کې د ګوهرشاد بیګم منار هم د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی چې ډېر ژر به یې د بیارغونې چارې پیل شي.
په غور کې د تېرې اونۍ ورښتونو او سېلابونو جام څلی د نړېدو له ګواښ سره مخامخ کړی، چې په کور دننه د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو او په بهر کې يې هم اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د دغه منار د ژر بیارغونې او ساتنې غوښتنه کړې ده.
د غور جام څلی له نژدې اتو پېړیو راهیسې په جام کلي کې چې د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي له هغې راهیسې چې دغه منار په ۱۱۹۴ کال کې جوړ شو، تر اوسه په کې د بیا رغونې هېڅ راز کار نه دی ترسره شوی.
دغه څلی د غوریانو د عصر مهم هنري شهکار دی. دغه دایروي څلی پر پېچلي ډول د خښتو کارونې، هندسي ښکلا او ډبر لیکنو شهرت لري.











