د بلخ زرګونه کلن لرغوني اثار په نمجنه خونه کې

- Author, حمید فهیم
- دنده, بي بي سي
یوې معمولي، خو نمجنبې خونې ته یووړل شوو، چې هلته د مجسمو توکیو، فلزي او ډبرینو څیزونو امبار ووینم، هلته لرغوني کتابونه هم لیدل کېدل. د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس صالح محمد خلیق چې دغه امبارونه راښودل، وویل هلته "درې زره لرغوني" کتابونه شته چې پر بودايي، یوناني او باختري او هخامنشیانو پورې تړاو لري.
ښاغلی خلیق وايي، په دې امبار ک ۳۵۰ تاریخي اثار ساتل کېدل چې ددغو اثارو لپاره دا هېڅ ښه کار نه دی او همدا یې د خرابېدو لامل شوی. په دې اثارو کې یو لرغونی انجیل دی چې د ښاغلي خلیق به ویناو ښايي قدامت یې شاوخوا دوو زرو کلونو ته ورسېږي.
ځینې دا لرغونې ټوټې نقشونه هم لري، چې ویل کېږي د لرغونو ځایونو او ماڼیو پاتې شوې برخې دي. دا د بلخ ولایت په دولت اباد، او بلخ ولسوالیو کې ترلاسه شوې دي.

په بلخ کې د دغو لرغونو اثارو د ساتنې لپاره سم موزیم نه شته، همدا ده چې سیمه ییز چارواکي یې د له منځه تللو وېره لري.
په دې خونه کې بېلابېلې مجسمې، لوښي، او نور لرغوني اثار په کارتنو او تاخچو کې امبار شوي.
دا انجیل څنګه بلخ کې پیدا شوی؟
صالح محمد خلیق وايي، افغان څارګرو مامورینو بلخ کې پنځه کاله وړاندې یوه برونزي ټوټه پیدا کړه چې یو لرغونی انجیل پکې ساتل شوی و، قاچاق وړونکو هڅه کوله له افغانستانه یې بهر ته قاچاق کړي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه.
دی وايي، د دغه مذهبي کتاب دا ټوک د انجیل له ډېرو لرغونو نسخو څخه دی، چې ګمان کېږي د هوسۍ له پوسته جوړ شوی.




د بودا د یوې لرغونې مجسمې ټوټې هم د افغان او فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په ۱۳۸۰ کال د بلخ ولسوالۍ په زرګران او چهلستون کې کشف شوې چې ویل کېږي قدامت یې دوه زره کاله اټکل شوی.
په بلخ ولایت کې له ډبرین پېر نیولې تر اسلامي پېر پور شاوخوا ۱۲۰ لرغونې سیمې او تاریخي ودانۍ شته، چې ډېری یې په ناوړه وضعیت کې دي او په سمه توګه نه ساتل کېږي.



.









