عدلیې وزارت: تېر یو کال کې مو د انساني قاچاق ۳۴ شبکې څارلې او ۶۰ کسان نیولي دي

د افغانستان حکومت وايي تېر یو کال کې یې بېلابېلو ولایتونو کې د انساني قاچاق ۳۴ شبکې پېژندلې او څارلې دي. د عدلیې وزارت په دې موده کې د انساني قاچاق په تور د ۶۰ کسانو د نیول کېدو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ورپېژندل کېدو خبره کوي.
انساني قاچاق او له ناقانونه لارو کډوالي افغانستان کې له مهمو ستونزو ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا، ماشومان تر نورو ډېر د دې سوداګرۍ قرباني کېږي.
د قاچاقبرو په مرسته له ناقانونه لارو د کډوالۍ په تکل له هېواده د وتلو کسانو د لارې د اوږدو کیسې او کړاوونه ټکان ورکوونکې دي.
د تخار اوسېدونکی سیدشاه چې ځلونه له ناقانونو لارو د قاچاقبرو له خوا ایران او بیا ترکیې ته تللی وايي: "موږ چې د ګڼو ستونزو له امله له دې ځایه خوځېږو او د ایران او ترکیې سرحدونو ته رسېږو، ډېر بد چلند را سره کېږي. د ایران خاورې ته چې واوړو، نور نه پوهېږو چې مرو که ژوندي پاتې کېږو. ډېری وخت خو د یوې کورنۍ نارینه په یوه او ښځې او ماشومان په بل موټر کې وي، چې بیا سره یو ځای کېږي، څو ورځې پرې وتلې وي."
د افغانستان له کلیو، بانډو او ان ښارونو د عامو وګړو او کډوالو د قاچاق ستونزه دغه هېواد کې له ناامنۍ، لوږې او بې روزګارۍ سره ژوره اړیکه لري.
په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر یوازې د دغه ولایت د اسلام کلا او د نیمروز د میلک له پولو د بېرته را ګرځول شويو ماشومو کډوالو د بشري وضعیت څارنه کوي.
په هرات کې د دغه بنسټ سرپرست میرویس امیني وايي روان کال یې دوه زره ماشومان چې د قاچاقبرو په مرسته له هېواده وتلي، خو بېرته راګرځول شوي وو، ثبت کړي دي.
د هغه په خبره، ماشومان د انساني قاچاق اصلي قربانیان دي. ښاغلی امیني وايي:
"ماشومان د کډوالۍ پر لارو له سختو کړاوونو سره مخامېږي. قاچاق کېږي، برمته نیول کېږي او ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي. له ماشومانو سره قاچاقبران د لارې په اوږدو او امنیتي ځواکونه د نیول کېدو پر مهال غیر انساني چلند کوي."
عام ولس لپاره د پوهاوي پروګرامونه

د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي کمېسیون د دارالانشاء مشريٍ هم ور په غاړې ده، ملت ته د دولت د حساب ور کولو پروګرام پر مهال وویل، د عدلیې وزارت د انسانانو او کډوالو د قاچاق د مخنیوي کمېسیون مشري په غاړه لري.
نوموړی وایي، د دغه کمېسیون غړو ادارو په ۱۳۹۹ کال کې د انساني قاچاق ۳۴ شبکې په نښه کړې دي. امنیتي ځواکونو په مختلفو ولایتونو کې د انسانانو د قاچاق په تور ۶۰ کسان نیولي دي. د انسان او کډوالو د قاچاق قضیې تر ارزونې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.
ښاغلی معنوي زیاتوي، تېر کال له شاوخوا ۳۰۰ هغو ماشومانو سره رواني او روغتيايي مرستې شوي چې د قاچاقبرو په مرسته له هېواده وتلي، خو بېرته را ګرځول شوي وو.
د عدلیې وزیر وايي، د انساني قاچاق د خطرونو د مخنیوي او د دې پدیدې د پایلو په اړه یې د عامه پوهاوی پروګرامونه پیل کړي او هیله لري چې له دې سره به له قاچاقي او ناقانونه لارو د کډوالۍ کچه ټیټه شي.









