اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ ناخوالې او کړاو؛ د کډوالو او قاچاقبرو شخصې تجربې او پښېماني

الهام نور په خپله خونه کې

د عکس سرچینه، Elham Noor

د عکس تشریح، الهام نور له هر کډواله چې ایټالیا ته ورسیږي ۳۵۰۰ ډالر تر لاسه کوي
    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

په یوه وړه کښتۍ کې د پټ سفر لپاره له پورته کېدو وړاندې شفیع الله خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړی چې دی ښه دی او سفر ته دوام ورکوي. دا په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره د هغه وروستۍ خبرې وې.

په دې کیښتۍ چې د تېرې جون میاشتې په وروستیو کې د ترکیې په وان جهیل کې ډوبه شوې وه، له ۱۰۰ ډېر کډوال سپاره وو. له هغې ډلې ۳۲ افغانان، اووه پاکستاني او یو ایرانی وو چې د لادرکه کسانو په ډله کې دی.

ترکي چارواکو بي بي سي ته ویلي یو شمېر جسدونه ښايي د سمندر په تل کې ۱۰۰ متره ښکته وي چې رایستل یې ډېر سخت کار دی.

د دې کډوالو له ډلې د شفیع الله په ګډون څلور تنه یې د یوه قاچاقبر له خوا استول شوي وو. دې قاچاقبر د بي بي سي له افغان څانګې سره په دې شرط خبرې کړې چې هویت به یې نه افشا کېږي.

د الهام نور په مستعار نوم هغه په دې اړه غږیدلی چې دا ناقانونه کاروبار یې څنګه پیل کړ او کله چې د ده له خوا لیږل شوی کس مړ شي نو د ده احساس به څه وي؟

خطر او ملامتي

شفیع الله اروپا ته د سفر له پیل وړاندې

د عکس سرچینه، Sher Afzal

د عکس تشریح، ۱۶ کلن شفیع الله الهام نور ته پیسې ورکړې وې چې اروپا ته یې ورسوي

الهام نور د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په وان جهیل کې د کډوالو په غرقیدو ځان ملامت بولی او یا د دوی د مرګ مسؤول بولي؟ وویل:

" کله چې د دوی کورنۍ له ما د هغوی پوښتنه کوي دردیږم. د دوه تنو مړي را ویستل شوي خو دوه نور لا هم نادرکه دي، دوی ډېر ځوانان وو او د ښې راتلونکې لپاره یې هیلې لرې چې زما له نظر د هر انسان حق دی ".

که څه هم دا قاچاقبر د کډوالو د مړینې له امله خفه دی خو د مسؤولیت منلو برخه کې پښه نیولی دی.

" ما د دوی له کورنۍ څو ځله بښنه غوښتې، له دوی سره مې خبرې کړي، خو کورنۍ پوهیږي چې ما داسې نه غوښتل. په پيل کې مې دوی ته ویلي چې پر لاره هر څه پېښېدای شي، ښايی ونیول شي، پولیس یې بیرته را واستوي، وسله وال یې اختطاف کړي او یا ښايي کومه پېښه کې مړه شي. دوی دا ټول منلي دي. ".

خو دی وايي "دا فیصله به خدای کوي چې ما بښې او کنه؟"

تنظیم شوی جرم

یوه ډله کډوال د ترکیې پولې پر لور روان دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالو ته ویل شوي چې پر لاره هر ډول سختۍ ته چمتو اوسې هغه که د اوږد واټن پلی مزل هم وي

الهام نور یو له هغو کسانو دی چې په کابل کې د یوه قاچاقبر په توګه په ازاده توګه فعالیت کوي. دی ادعا کوي چې له نورو جنایت کارو ډلو سره د ښو اړیکو په لرلو سره کډوال په بریالیتوب ایټالیا، فرانسې او بریتانیا ته استوي.

نور زیاتوي: " قاچاقبري د یوه کس کار نه بلکې د یوې شبکې کار دی. موږ له نورو سره اړیکې لرو. زه له کډوالو سره نه ځم هر څه د تیلیفون له لارې تنظیمیږي".

د ده لپاره د مشتریانو کمی نشته ځکه ګڼ شمېر ناهیلي افغانان غواړي خپل هېواد پریږدي. ملګري ملتونه وايي چې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان په نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي. په دې سره افغانستان له سوریې او ونزویلا دریم هېواد دیچې ډېر وګړي یې کډوال دي.

الهام نور اړتیا نه لري چې د خپل کاروبار لپاره اعلان وکړي، دده مشتریان ده ته تیلیفون کوي د ده ټول کار یوازې خبرې دي. ځوان افغانان د داسې قاچاقبر په لټه کې وي چې نور کسان یې لیږلي وي او الهام نور دې برخه کې له اوږدې مودې را هېسې کار کوي.

یوازې کمه سلنه کډوال چې غوښتل یې اروپا ته ورسیږي په لومړي سفر کې خپل منزل ته رسېدلي، خو خینې کسان په لاره کې ورک شوي دي.

موږ یوازې دهغه د مړي لیدل غواړو

کاریګر د وان په پېښه کې د هغو کسانو مړي خاورو ته سپاري چې هویت نامالوم وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې کډوال چې له شفیع الله سره یې یو ځای سفر کاوه دلته وان ته نږدې په دې هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي

د شفیع الله تره شیر افضل بي بي سي ته وویل دوی پوهېدل چې دا خطرناک سفر دی خو د داسې یوې پېښې تمه یې نه لرله.

دی په غم کې دی خو له یوه نا اشنا حالت سره مخ دی ځکه نه ده مالومه چې څه پېښ شوي، وراره یې شفیع الله د وان جهیل غمجنې پېښه کې د نادرکه کسانو په ډله کې دی.

شیر افضل وايی " اوس غواړو د هغه مړی ووینو. د ژوند تمه یې نه لرو ".

د شفیع الله کورنۍ دهغه د فاتحې مراسم جوړول غواړي. خو د هغو دوه کسانو فاتحه واخستل شوه چې مړي یې تر لاسه شوي وو.

د قاچاقبر پلارهم د څو سپین ږيرو په ملتیا د شفیع الله کورنۍ ته د غمشریکۍ لپاره ورغلی وو.

شفیع الله په تېره جون میاشت کې په لویدیځ کې د ښه ژوند په نیت سفر پیل کړی وو. هغه په ختیځ ښار جلال آباد کې خپل راتلونکی ښه نه لېده او له الهام نور سره یې تماس ونیوه چې غواړي ایټالیا ته ولاړ شي.

دا کښتې د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې اوښتې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوال د وان سمندرګي له لارې په کښتیو کې د دې لپاره سفر کوي چې د پولیسو له ګزمو ځان وساتي خو ځینې لکه دا کښتې منزل ته نه رسیږي

لومړي سر کې یې ۱۰۰۰ ډالر هغه ته ورکړل او له څو نورو کډوالو سره یو ځای وخوځېدل کله موټر کې، کله لارۍ کې او کله پلي مزل یې وکړ. لومړی ایران او بیا ترکیې ته ولاړ. وروستی ځل یې د جون پر ۲۶ له وان جهیل یې له کورنۍ سره په تیلیفون خبرې وکړې.

الهام نور وايي پیسې یې د شفیع الله کورنۍ او د هغو کډوالو کورنیو ته بېرته ورکړلې چې سفر یې نیمګړی پاتې شوی وو.

د ښې ګټې وټې کاروبار

د وان جهیل پېښې د الهام نور د کاروبار په اړه د ده شک نور هم زیات کړ. دی وايي پوهیږي دا ناقانونه کار دی او مني چې دې کاروبار کې د خلکو ژوند هم بایلل کېدای شی.

خو د ده لپاره اسانه نه ده چې د قاچاقبرۍ دا شبکه او ډېره ګټه وټه چې دی څو کاله په کې ښکیل وو پریږدی.

دی وايي : "له افغانستانه تر ترکیې ۱۰۰۰ ډالره اخلو. له ترکیې تر سایبریا ۴۰۰۰ او له هغه ځایه ایټالیا ته ۳۵۰۰. ټول لګښت ۸۵۰۰ ډالره کیږي".

دا په داسې یوه هېواد کې چې سړي سر کلنی ناخالص عاید یې یوازې ۵۰۰ ډالره دی ډېرې پیسې دي. الهام نور د هر کډوال پر سر چې خپل منزل ته ورسیږي، له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ ډالره تر لاسه کوي.

الهام نور د پيسو شمېرلو په حال کې

د عکس سرچینه، Elham Noor

د عکس تشریح، الهام نور د انساني قاچاق له لارې ښې ډېرې پیسې تر لاسه کړي ، خو دی خپل ځان چاته نه ښیي

دا قاچاقبر وايي د ده کار یوازې دادی چې د تیلیفون له لارې د پیسو راکړه ورکړه تنظیم کړي او د اړتیا له مخې افغان چارواکو ته رشوت ورکړي.

دی له هیڅ داسې کس سره مخامخ نه ګوري چې دی یې ونه پیژني او یا د ده کوم ملګری یا خپل نه وي. دی له خپل نومه په استفادې مشتریال جذبوي او له نا آشنا خلکو سره له خبرو وېره لري.

داسې کسان یو آرام ژوند لري ( چې په افغانستان کې یې تر لاسه کول اسانه نه دي). د شتمنۍ نښې لکه موټر ، جامې او کورونه هم له ورایه ښکاري.

بي بي سي د یوه بل داسې قاچاقبر په اړه مالومات تر لاسه کړل چې له دې کاروباره یې لاس اخستی وو خو یو کال وروسته بېرته له پخوانۍ شبکې سره یو ځای شو.

خوندي کورونه

قاچاقبر دا مني چې کډوال له خطرناک او ناقانونه سفر سره مخ دي. دوی وايي د ورځې له خوا پټ خو د شپې له خوا له یوه ځای بل ته ځي.

دی وايي د ده شبکه د لارې په اوږدو کې خوندي کورونه لري لکه د ایران په تهران او د ترکیې په وان او استانبول کې.

کډوالو ته ویل کیږي چې له ځان سره قیمتي شیان لکه ساعت او ګاڼې وانخلي چې له غلو په امن کې وي. الهام نور کډوالو ته وايي چې له ۱۰۰ ډالرو زیات له ځان سره وانخلي.

دی وايي : " زه د دې هیڅ مسؤولیت نه اخلم که کډوال د پولیسو له خوا ونیول شي، خو که وسله والې ډلې دوی اختطاف کړي نو بیا موږ هغوی ته د کډوالو د خوشې کولو په بدل کې پيسې ورکوو".

د کډوالو سفر پر لاره د پولیسو د ګزمو لږ والي او ډېر والي پورې اړه لري، تر ترکیې سفر ښايي په یوه اونۍ او یا ښايي دوه میاشتو کې تنظیم شي. دا هېواد اروپا ته د تلونکو کډوالو ترټولو مهم لاره بلل کیږي.

له طالبانو تېښته

درې تنه کډوال د ریل په پټلۍ ناست دي

د عکس سرچینه، Hazrat Shah

د عکس تشریح، حضرت شاه ( ښي خواته ) د طالبانو له لاسه خپل وطن پریښي او اوس هڅه کوي ایټالیا ته ځان ورسوي.

یو کډوال چې د ترکیې له لارې لویدیځ ته تللی د افغان پوځ پخوانی سرتیری حضرت شاه دی.

کله چې د دوی کلی طالبانو ونیوه نو دا ۲۵ کلن ځوان د طالبانو له خوا د ده پر کورنۍ د غچ لپاره د برید له وېرې خپله پوځي قطعه پرېښوده او پریکړه یې وکړه چې له هېواده ووځي.

دی د روان کال په پیل کې له ننګرهار ووت، ده ایټالیا ته پر دې لاره د خپل سفر د تجربې په اړه له بي بي سي سره خبرې وکړې.

که څه هم دی د الهام نور له خوا نه وو استول شوی خو د قاچاقبرانو په اړه د ویلو لپاره ډېر څه لري.

دی وايي: "( د ایران او ترکیې ) ګډې پولې ته له رسېدو یوه میاشت وروسته استانبول ته ورسېدو. هلته څو میاشتې پاتې شوم، هوټل کې مې کار پیل کړ چې قاچاقبر ته پيسې ورکړم".

د مدیترانې سمندر ختیځ کې لاره چې د ترکیې او یونان ترمنځ له سمندره تیریږي دافغان کډوالو د سفر مشهوره لاره ده .

د اروپا سرحدي چارواکو د اټکل له مخې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې له دې لارې څه باندې ۱۴۰۰۰ کډوال اروپا ته تللي چې نږدې څلورمه برخه یې افغانان دي.

کډوال په یوه ربړي کښتۍ کې یونان ته د اوښتو پرمهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ شمېر کډوال په یوه ربړي کښتې کې ناست دي چې د یونان لسباس ټاپو ته ځانونه ورسوي، دا لاره د افغان کډوالو لپاره تر ټولو غوره لار ده

د حضرت شاه لپاره ډېره ستونزمنه وه چې له یونانه بوسنیا ته ولاړ شي. دی څو ځله د پولیسو له خوا بېرته استول شوی وو. خو بوسنیا د تګ لپاره د ده ټولې هڅې ناکامې شوې.

دی وايي: "دا ډېره سخته ده. په وروستۍ هڅه کې زه ټپي هم شوم. پولیسو ډېر ووهلم. زموږ بوټان او جمپرونه یې را څخه واخېستل. اړ کړل شوو چې په تیاره کې را وګرځو. دا ډېره سخته لاره ده".

قاچاقبر مرسته نه شي کولی

دی ډاډه نه دی چې ایټالیا ته ورسیږي او کنه ؟ خو حضرت شاه نه غواړي چې په افغانستان کې قاچاقبرو ته د مرستې لپاره تلفون وکړي.

دی وايي له لومړۍ ستونزې سره دوی ورکیږي او ډېر کسان پر دوی د باور له امله پښيمانه وي.

حضرت شاه وايی: " دا شونتیا شته چې ښايي مړ شې او یا ټپي او دا هم کیدای شي چې اختطاف کړل شې او هیڅوک دې مرسته نه شي کولی ځکه دوی له پولیسو ډاریږي، دا یوه ډېره ناپاکه لوبه ده" .

د بوسنیا پولیسو په ۲۰۲۰ کال کې د کډوال مخه نیسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بوسنا او کروشیا ترمنځ پر پوله د کډوالو او پولیسو ترمنځ څو ځله اخ او ډب رامنځته شوی.

ده د لارې په اوږدو کې څو میاشتې په ډېرو سختو شرایطو کې تېرې کړي او د څو کسانو مرګ یې په خپلو سترګو لیدلی.

دی وايي: " ډېر لږ خواړه در رسیږي یوازې دومره چې ژوندی پاتې شې. ما داسې کسان ولیدل چې له تندې مړه شول. نور کډوال د دوی مرسته نه شي کولی ځکه که ته دوی ته خپلې اوبه ورکړې نو بیا به ته له ورته حالت سره مخ شې".

د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې سږ کال په مدیترانه کې ۶۷۲ تنه مړه شوي دي. دا ځکه چې دوی په وړو کښتیو کې له خپل اندازې زیات کډوال ځای پر ځای کوي او د هوا په ناوړه شرایطو کې یې سفر کولو ته اړباسي.

ګڼ شمیر نور کسان لکه شفیع الله مدیترانې ته نه رسیږي او په لاره کې مړه کیږي. دا کسان آن په تر لاسه شویو احصائیو کې نه شمېرل کیږي.

شفیع الله

د عکس سرچینه، Sher Afzal

د عکس تشریح، د شفیع الله کورنۍ وايي د هغه د عکس په خپرولو سره ښايي د هغه د هویت په اړه مالومات تر لاسه کړي

حضرت شاه وايي "د ډېرو کسانو مرګ حتمي دی که څوک بیخي ناهیلي نه وي نو باید پر دې لاره سفر ته زړه نه ښه کوي".

خو د ناهیلو افغانانو شمېر کم نه دی.

په ۲۰۱۷ کال کې کابل کې جرمني سفارت ته څېرمه له لویې چاودنې وروسته چې ۱۵۰ تنه په کې ووژل شول، اکثرو اروپايي هېوادونو افغانستان کې د ویزو د ویش څانګې وتړلې چې له امله یې اروپايي هېوادونو قانوني سفر ډېر ستونزمن شو او په دې سره د هغو کسانو شمېر زیات شو چې د ډېر خطر په منلو سره لکه د الهام نور په څېر قاچاقبرو ته مخه کړي.

له کډوالۍ تر قاچاقبرۍ

یو وخت نور په خپله همداسې یو کډوال وو. دی ۱۴ کلن وو چې بریتانیا کې یې د ښه ژوند په تمه پر دې سخته لاره مزل وکړ او پلار یې د دې سفر لپاره قاچاقبر ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړي وو.

نور زیاتوي: "لا مې هم هغه سختۍ په یاد دي چې پر لاره مې ګاللي په تېره په بلغاریا کې چېرته چې موږ په ټرین کې ځانونه پټ کړي وو. زه اړ کړل شوم چې له روان ریل ګاډي ټوپ کړم".

د کالې کمپ دوه کډوال اوسېدونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الهام نور د انساني قاچاق کار په کالې کمپ کې پیل کړ، دا کمپ په ۲۰۱۶ کال کې له منځه یوړل شو

ده د فرانسې کالې کمپ ته له رسېدو وړاندې د څو کسان مرګ په خپلو سترګو ولیده. خو هلته ده ته یو چانس په لاس ورغی چې په آسانۍ یو څه پیسې پیدا کړي.

دی وايي: " په کالې کمپ کې به ما کډوال قاچاقبرانو ته ور پېژندل، د هر کډوال پر سره به یې ماته سل ایرو راکولې".

نور له همدې ځایه قاچاقبري پیل کړه.

وروسته دی په ناقانونه لاره بریتانیا ته راغی او له قاچاقبرو سره یې کار ته دوام ورکړ، خو دی وايي ۲۱ کلنۍ کې بېرته افغانستان ته ولاړ ځکه دی پوهېده چې پولیس د ده په لټه کې دي.

الهام نور وايی: " دا چې په بریتانیا کې د همدې کاروبار له امله زه مشهور وم، ډېر کسان ماته راغلل او له ما یې مرسته وغوښته".

دی زیاتوي چې که څه هم کډال لاره کې ډېر نامالوم برخلیک سره مخامخ کیږي خو خلک بیا هم پر ده باور کوي چې له هېواده بهر یې ولیږي.

د نور له خوا شاوخوا سل کډوال چې پر ده یې باور کړی چې دوی به د ښه ژوند لپاره لویدیځ ته ورسوي، پر لاره دي خو دی وايي دا به وروستۍ ډله وي چې دی یې لیږي. دی وايي دا ډله چې منزل ته ورسیږي نو د تل لپاره به دې کاروبار سره مخه ښه وکړي.

د منزل پای

الهام نور چې کمرې ته یې شا اړولې ده

د عکس سرچینه، Elham Noor

د عکس تشریح، الهام نور هیله لري چې د انساني قاچاق کاروبار نور پای ته ورسوي

په وان جهیل کې وروستي ناورین د نور پر وجدان اغیز کړی. دی وايي په دې ډوبه شوې کښتې د ده له خوا یوازې څلور کسان وو، او دا له کله چې ده کاروبار پیل کړی لومړی ځل دی چې د ده له خوا استول شوي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دې مسلې ده ته له خپلې کورنۍ سره هم ستونزې رامنځته کړي دي.

اوس دی غواړي د روان کال تر پایه دا کاروبار پریږدي. د ده یوه همکار بي بي سي ته وویل که څه هم د نور پریکړه د ده لپاره حیرانوونکې ده خو دی وايي قاچاقبر لپاره ډېره ستونزمنه ده چې دا کاروبار د تل لپاره پریږدي.

وبه کتل شي چې الهام نور دا کاروبار پریږدي او کنه خو که دی دې کاروبار کې وي او کنه د انسانۍ قاچاق دا لړۍ به روانه وي.

په جلال آباد کې د شفیع الله دوه خپلوان که څه هم د هغه له برخلیک ښه خبر دي خو بیا یې هم پر همدې خطرناکې لارې د سفر تابیا نیولې ده.