ایټالوي پولیسو د افغانانو په ګډون د انساني قاچاقبرو ډله نیولې

د پولیسو موټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پولیسو په وینا،‌ هر کډوال اړ و چې انساني قاچاقبرو ته ۷۳۰۰ ډالر ورکړي.

د ایټالیا پولیسو هغه ۱۹ مشکوک کسان نیولي، چې اروپا ته یې د کډوالو د قاچاق کولو یوې ډلې جوړولو کې لاس درلود.‌

پولیس وايي، په نیول شویو کې عراقي کردان،‌ افغانان او ایټالویان هم دي.

ادعا دا ده چې دغو انساني قاچاق کوونکو د افغانستان، عراق او پاکستان په څېر هېوادونو وګړي ایټالیا او له هغه ځای بیا شمالي اروپا ته لېږدول.

د دغو کسانو د نیولو لړۍ تر هغه وروسته پیل شوه چې دوه کاله ترکیه او یونان کې له قاچاقچیانو سره د دوی د مشکوکو اړیکو په اړه څېړنې وشوې.

د رپوټونو له مخې دغه قاچاقبر له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.

پولیسو ویلي چې دوی به له هر کډوال شاوخوا ۷۳۰۰ ډالر ترلاسه کول.

څارنوالان وايي، کډوال له ترکیې او یونان څخه په کرايي او یا غلا شویو بادي بېړیو کې د ۱۲۰۰ ډالرو په بدل کې ایټالیا ته رالېږدول کېدل.‌

ایټالیا ته د دغو کډوالو په رسېدو، باید دوی د شمالي اروپا سفر پیل کړی وای،‌ یا ایټالیا کې پاتې وای.‌

پولیس وايي، یو مشکوک کس یې د فنتیمیلیا ښار اوګاډو تمځي کې نیولی، چې غوښتل یې کډوال ولېږدوي.

د دوی ګرځنده ټیلېفونونه، کمپیوټرونه او ۳۰۳۰۰ ډالر هم نیول شوي.

پولیس وايي، قاچاق کوونکو "کډوالو ته له ایران، عراق، افغانستان او پاکستان نه شمالي اروپا ته د دوی د داخلېدو لپاره د اسانچارو کار مخته وړه."