د بېړۍ په ډوبېدلو سره سل کډوال ورک شوي

ر

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، بېړۍ د شنبې په ورځ د ایټالیا او لیبیا ترمنځ ډوبه شوې ده.

د مدیترانه سمندرګي له لیبیا سمندرغاړې سره د کډوالو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې او له امله یې نږدې سل کسان ورک شوي دي.

ایټالوي سمندرساتي د ورکو کډوالو د موندلو هڅې کوي. دوی اته مړي په اوبو کې موندلي او څلور کسان یې ژغورلي دي.

خو لا هم په لسګونو نور کډوال ورک دي او د تیارې له خورېدلو سره یې د موندلو هڅې ټکنۍ شوې دي.

بېړۍ د شنبې په ورځ د لیبیا او ایټالیا ترمنځ له لیبیا سمندرغاړې پنځوس کیلومتره لرې ډوبه شوې ده.

د فرانسې د سمندر ساتو(سمندري ځواکونو) بېړۍ، دوه سوداګریزې بېړۍ او هوايي ځواکونه هم د ورکو پناغوښتونکو د موندلو هڅې کوي.

تراوسه د دې کډوالو ملت معلوم نه دی.

د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د کډوالۍ ستونزو په زیاتېدلو سره د وچې له لارې اروپا ته د کډوالو شمېر اوڅار کم شوی دی، خو د اوبو له لارې د دې لویې وچې خطرناک سفر ته لا هم ډېر کسان ملا تړي.

د جمعې په ورځ هم د ایټالیا سمندرساتو ځواکونو تر ۵۵۰ پورې کډوال وژغورل، چې د مدیترانې له لارې اروپا ته تلل.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپا ته تلونکي کډوال په صربیا کې د خوړو ترلاسه کولو لپاره کتار کې ولاړ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دوو اونیو کې تر زرو پورې کسان د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

له اوسنۍ پېښې مخکې دې ادارې ویلي و، چې په دغه وخت کې ۱۱ کسان مړه یا ورک شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په ۲۰۱۶ کال پنځه زره کسان مړه شوي چې د مدیترانې له لارې یې اروپا ته رسېدل غوښتل.