د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې: اوباما او ټرمپ پر یو بل سختې نیوکې وکړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ډیموکراټ ګوند ملي غونډې په دریمه ورځ وینا کې وايي، د دغه هېواد اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورن کړ چې له ولسمشرۍ سره "د تلوېزوني شو" په څېر چلن کوي.
د بارک اوباما په خبره، "د امریکا ولسمشر دې دندې سره برابر نه دی وده یې نه ده کړې، ځکه ارزښت یې نه لري."
په ځواب کې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د هغه "بد وضعیت" له امله ټاکل شوی چې اوباما امریکایانو ته پرې اېښی دی.
په دغه شپه کماله هرېس هم وینا کې د جو بایډن د مرستیالې په توګه نوماندېدل ومنل.
نوموړې په خپلو خبرو کې اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ "ناکام مشر" وباله.
ښاغلی بایډن چې د سې شنبې په ورځ په کنوانسیو کې رسمي نوماند شو د پنجشنبې په ورځ وینا کې دا نوماندي مني.
ښاغلی بایډن به د راتلونکي نومبر پر دریمه له ولسمشر ټرمپ سره سیالي کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي اوباما دا وینا چې ښايي پر اوسني ولسمشر یې تر ټولو توندې نیوکې وي په فلادلفیا ښار کې د امریکا د انقلاب تاریخ له موزیم- چې د خپلواکۍ اعلامیه پکې لاسلیک شوې- وړاندې کړه.
ښاغلي اوباما وویل: "هغه(ډونلډ ټرمپ) د هڅو لپاره لېوالتیا ونه ښوده، له مخالفانو سره یې د ګډې زمینې موندلو هیڅ لېوالتیا ونه ښوده. له ځان او ملګرو پرته یې له نورو سره د مرستې لپاره په ولسمشرۍ دفتر کې پټ بې ساري واک کارولو ته هیڅ لېوالتیا ونه ښوده."
بارک اوباما پسې زیاته کړ: "له ولسمشرۍ سره چلن کې یې له تلوېزوني شو پرته چې د خپلې خوښې توجو جلبولو ته یې وکاروي، د بل شي لېوالتیا ونه ښوده."
د نوموړي په خبره، د ولسمشر ټرمپ ولسمشري پایله دا شوه چې نړۍ کې د امریکا "ویاړلی نوم کمزوری او ډیموکراټیک بنسټونه بې مخینې وګواښل شي."
ښاغلې اوباما جو بایډن "ملګری او ورور وباله" او له خلکو یې وغوښتل چې رایه ور کړي.
پخواني ولسمشران د خپل ځایناستي په هکله د درناوي چوپتیا غوره کوي، خو ښاغلي اوباما څلور کاله مخکې، چې لا هم واکمن و، خبرداری ورکړ که امریکایان ډونلډ ټرمپ غوره کړي، نو دی به یې "شخصي سپکاوی" وبولي.
ښاغلی ټرمپ هغه مهال د ولسمشرۍ نوماند او د یوه تلوېزوني پروګرام پخوانی مجري و.
د ټرمپ ځواب

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د ښاغلي اوباما په هکله وویل: "موږ بد حالت وینو، چې هغه ما ته په میراث پرېښودلی او د هغو بدو معاملو شاهدانو یو چې ده لاسلیک کړې دي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:"ګورئ هغه څومره بد ولسمشر و، څومره بې اغېز و، ډېر بې اغېز و، ډېر بد."
د نوموړي په خبره، "ولسمشر اوباما ښه کار ونه کړ او دلته زما شتون هم ولسمشر اوباما او جو بایډن دي."
هغه زیاته کړه: "دومره بد عمل یې وکړ چې زه د امریکا ولسمشر وټاکل شوم."
د ډیموکراټانو د کنوانسیون په دریمه شپه پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلېنټن هم وینا وکړه، چې تېرو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ سیاله وه.
هغې وویل، هیله یې درلوده چې ډونلډ ټرمپ به ښه ولسمشر وي، "خو له بده مرغه داسې ونه شول."










