کماله هرېس د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایدڼ مرستیاله ونومول شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند جو بایډن ګوندي سیالیو کې پخوانۍ سیاله او سناتوره کماله هریس خپله مرستیاله غوره کړه.
ښاغلي بایډن د سې شنبې په ورځ خپل ټوېټر کې دا خبره وکړه.
له بلې خوا جمهوریپالو راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلد ټرمپ لپاره اوسنی مرستیال ولسمشر مایک پېنس بیا دې څوکۍ ته غوره کړی دی.
راتلونکې اونۍ به ډیموکراټ ګوند ملي ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپل نوماند جو بایډن او د هغه مرستیاله کماله هریس د موسکانسین ایالت په میلواکي ښار کې رسمي معرفي کړي.
ټاکلې ده چې دا څلور ورځنۍ ناسته د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره تر ډېره مجازي یا انلاین ترسره شي.
کماله هریس څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
۵۵ کلنه کماله هریس د کلیفورنیا ښار په اوکلېنډ کې زېږېدلې ده.
خو مور یې هند او پلار یې جامیکا کې زېږېدلي او امریکا ته کډوال شوي دي.
کماله هریس له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کلیفورنیا سناتوره او منځلارې ډیموکراټه ده.
نوموړې د سن فرانسیسکو ښار ځايي څارنواله او د کلیفورنیا لویه څارنواله هم پاتې شوې ده.
جو بایډن خپل ټوېټ کې لیکلي؛ کله چې کماله لوی څارنواله وه، نو زوی یې ور سره همکار و:
"ما لیدل چې څنګه دوی د کارګرو د وضعیت ښه والي لپاره کار کاوه او ښځې او ماشومان یې خوندي کول. ما هغه وخت وویاړل او اوس ویاړم چې ټاکنیزو هڅو کې یې د شریکې په توګه ټاکم. "
ډیموکراټان دې غوراوي سره څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څارونکي وايي، د کماله هریس غوره کول ښيي چې ډیموکراټان غواړي ښځینه رایه ورکوونکو کې برتري ولري.
دا دریم ځل دی چې امریکا کې یو اصلي ګوند یوه مېرمن د ولسمشرۍ نوماند مرستیاله غوره کوي.
پر ۲۰۰۸ کال جمهوریپال نوماند جان مکېن هم د الاسکا والۍ سارا پیلین مرستیاله غوره کړې وه.
پر ۱۹۸۴ کال هم ډیموکراټانو جیرالډین فیریرو هم مرستیالۍ ته غوره کړې وه.
خو یوه هم دې څوکۍ ته ونه رسېده.
څلور کاله مخکې هم هیلري کلېنټن لومړنۍ مېرمن وه چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نومانده شوه.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
مېرمن هریس چې خبره شوه ولسمشرۍ ټاکنو ته مرستیال نومانده ده، نو ټوېټ کې یې ولیکل:
"جو بایډن د امریکا خلک متحد کولی شي، ځکه هغه زموږ لپاره خپل ژوند مبارزې ته بېل کړی دی. د ولسمشر په توګه زموږ له هیلو سره سمه امریکا جوړولی شي. زه ویاړم چې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د ګوند د نوماندې په توګه ور سره یو ځای شم. "
د ښاغلي بایډن د مرستیالۍ لپاره د مېرمن هریس سیالې او د بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس هم د بیانیې خپرولو سره د جو بایډن د پرېکړې هرکلی کړی دی.
خو د ولسمشر ټرمپ ټاکنډلې د بیانیې خپرولو سره کماله هریس "ریاکاره" بللې او د دوی په خبره، د پخوانيو اصولو پرېښودلو سره یې د ډیموکراټانو له چپي اړخ سره ځان یو ځای کړ:
"څه مهال مخکې کماله هریس جوبایډن توکمپال وباله او د هغه د بښنې غوښتنه یې وکړه، خو ترلاسه یې نه کړه.
ښکاره ده چې ریکارې کمالې خپل اخلاقي اصول پرېښودلي دي. ښکاره ده چې هڅه به کوي د څارنوالې په توګه خپله پخوانۍ مخینه هم ښخه کړي. "
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما یوه بیان کې د جوبایډن د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او لیکلي یې دي:
"دا زموږ د هېواد لپاره ښه ورځ ده."










