جمهوریپال ټرمپ ته: ټاکنې نه شې ځنډولی

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو وړاندیز وکړ، جمهوریپالو یې ځواب کې ویلي، چې ټاکنې د درغلیو له وېرې باید ونه ځنډول شي او نه هم ټرمپ د ټاکنو د ځنډولو واک لري.
وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندیز کړی چې په راتلونکې نومبر میاشت کې ترسره کېدونکې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې دې وځنډول شي. نوموړي اندېښنه ښودلی چې که په دې ټاکنو کې ډېری کسان د پوست له لارې خپله رایه ورکړي، نو دا چاره ښایي ټاکنو کې د درغلۍ او ناسمو پایلو لامل شي.
ښاغلي ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې ده چې د پوست له لارې رایه ورکول به د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په تاریخ کې تر ټولو ناسمې او له درغلۍ ډکې ټاکنې وګرځوي، او دا به د امریکا لپاره یو لوی شرم وي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، له همدې کبله دې دا ټاکنې تر هغه وخته وځنډول شي چې خلک په سمه او خوندي توګه رایه ورکړل شي.
که څه هم داسې ډېر شواهد نشته چې د پوست له لارې دې رایه ورکول د درغلۍ لامل وګرځي، خو ولسمشر ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول رایه ورکولو مخالف دی.
د امریکا ایالتي حکومتونه غواړي چې د کورونا وېروس وبا له کبله لا ډېرو کسانو ته د پوست له لارې د خپلې رایې لېږلو اسانتیا برابره کړي.
خو ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې د پوست له لارې رایه ورکول بهرنیو کړیو ته دا فرصت ورکوي چې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي همدا راز ویلي، په هغو سیمو کې چې دا ډول رایه ورکول تجربه شوي، ثابته شوې ده چې دا طریقه ناکامه ده.
په تېره جون میاشت کې نیو یارک ایالت خلکو ته اجازه ورکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند د نوماندانو خپلمنخي سیالیو کې د پوست له لارې رایه ورکړي.
خو د رایو شمېرل یې ډېر ځنډېدلی او رووستۍ پایلې یې لا هم نه دي مالومې شوې.
داسې اندېښنې هم شته چې هغو ټاکنو کې ځینې صندوقونه په سمه توګه نه وو ډک شوي، او ځینو یې اړوند نښې هم نه درلودې او مالومه نه وه چې څه وخت مرکزونو ته استول شوي.
خو د امریکا په ګڼو نورو ایالتونو کې له ډېرې مودې راهیسې د پوست له لارې رایه ورکول کېږي.
د ولسمشر ټرمپ د دې وړاندې په غبرګون کې د (نیو مکسیکو) ایالت دیموکرات سناتور ټام اوډال ویلي، دا هېڅ امکان نه لري چې ولسمشر ټرمپ دې ټاکنې وځنډوي.
نوموړي، د ولسمشر لخوا ان دا وړاندیز کول هم په دیموکراتیک بهیر یو ډول برید دی، او کانګرس او حکومتي اداره باید د دې پر ضد خپل غږ پورته کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې مهاله لږ تر لږ د امریکا شپږ ایالتونه داسې پلان لري چې یوازې د پوست له لارې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایو ورکولو بهیر ترسره کړي.
خو ویل کېږي چې یو شمېر نور ایالتونه هم په دې اړه غور کوي او ښایي د رایه ورکول بهیر یوازې تر پوستي رایو محدود کړي.
له دې لارې د ټاکنو کمېسیون به ټولو رایه ورکوونکو ته د رایو پاڼې ورلېږي، او رایه ورکوونکې به دا پاڼې بېرته کمېسیون ته د پوست له لارې استوي، او یا به یې د ټاکنو پر ورځ په د رایو مرکزونو کې صندوقونو ته اچوي.
خو په ځینو سیمو کې ځانګړو شرایطو ته په کتو ښایي د ټاکنو پر ورځ د رایو مرکزونه پرانیستل شي او خلک رایه اچولو ته ورشي.








