ایا حکومت وار د مخه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشي‌ کولو پرېکړه کړې ده؟

جرګه

د عکس سرچینه، RTA

په کابل کې نن (جمعه، د اګست ۷مه) د افغان حکومت په بند کې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه د څه باندې ۳ زره کسانو په ګډون پیل شوه.‌

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، اساسي‌ قانون ده ته واک نه ورکوي چې دا کسان وبښي یا یې خوشي کړي، ځکه چې دوی په جدي جرمونو کې ښکېل دي.

نوموړي د لوی اختر پر ورځ د دې کسانو د برخلیک ټاکلو لپاره د مشورتي لویې جرګې رابللو اعلان وکړ، چې دا دی نن جمعه پیل شوه او ښایي‌ درې ورځې دوام وکړي.‌

مشورتي لویه جرګه،‌ لکه څرنګه چې له نومه یې څرګنده ده،‌ د هېواد په لویو او حیاتي مسایلو کې حکومت ته د سلا مشورې ورکولو په نیت رابلل کېږي.

خو دا ځل توپیر دا دی چې د ولسمشر غني‌ په ګډون د افغان حکومت ګڼو چارواکو بیا بیا دې جرګې ته د "واک ورکولو" او د پاتې طالب بندیانو برخلیک په اړه د "پرېکړې کولو" اصطلاحات کاروي.‌

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کسان د دې جرګې د ګډونوالو پر ترکیب هم نیوکې کوي او وایي، تر ډېره هغه کسان ور بلل شوي چې د حکومت په خوښه پرېکړه کوي.

نو د افغان حکومت خوښه څه ده؟

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، RTA

نن جمعه د دې جرګې پر لومړۍ ورځ دوه داسې خبرې رامخې ته شوې چې ترې د حکومت د پلان یا خوښې څرګ لګېږي.‌

لومړی خبره پخپله د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا یوه برخه وه چې د جرګې ګډونوالو ته یې وکړه.

ښاغلي غني‌ جرګه والو ته وویل،‌ طالبانو ژمنه کړې ده چې که یې پاتې بندیان خوشي شي نو راتلونکو دریو ورځو کې به حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.‌

خو نوموړي‌ د همدې وینا په ترڅ کې څو شېبې وروسته وویل:

"د بین المللي ټولنې هیله دا ده چې څومره ژر تاسې تصمیم ونیسئ بهتره ده.‌ غوره به وي چې تصمیم نن یا سبا لخیره ونیسئ، تر څو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي".

د ولسمشر غني له دې څرګندونو ښکاره ده چې نوموړی کومه پرېکړه یا پایله غوره بولي، او پر جرګه والو یې ښکاره غږ وکړ چې دا پرېکړه ژر تر ژره وکړي.‌

د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر کومو پوښتنو بحث کوي؟

جرګه

د عکس سرچینه، RTA

دویمه جالبه خبره د هغه پوښتنلیک په اړه ده چې نن د جرګې پر لومړۍ ورځ یې ګډونوالو ته سپارل شوی دی.‌

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د دې پوښتنلیک یوه کاپي د خپلو خواله رسنیو پر پاڼو شریکه کړې ده،‌ چې پکې د جرګې له ګډونوالو دوې پوښتنې شوې دي.

په لومړ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري پر شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.

د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي‌ ورکړی شوي دي. لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي‌ شي‌ او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.

خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.

په دویمه پوښتنه کې راغلي‌ چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي، او له دې مذاکراتو څه تمه لري؟

په بله معنا،‌ د جرګې ګډونوالو ته یو ډول خبرداری ورکړل شوی چې که یې د بندیانو د خوشي‌ کېدو پر ضد پرېکړه وکړه نو پایلې به یې د افغانستان لپاره ښې نه وي.

البته باید یادونه وشي‌ چې د طالبانو دریځ هم همدا دی،‌ او ټینګار کوي‌ چې حکومت یې د پاتې بندیانو په نه خوشي کولو سره هېواد کې روانه جګړه او تاوتریخوالی غځوي، نو ویلی شو چې د حکومت دا خبرداری بېځایه نه دی.

کارپوهان په څه باور دي؟

جرګه

د عکس سرچینه، RTA

د سولې او شخړې د چارو کارپوه او شنونکی مشتاق رحیم وایي، داسې ښکاري چې حکومت وار د مخه د دې پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي‌ کولو پرېکړه کړې ده.‌

نوموړی وایي، حکومت هڅه کوي د دې جرګې په رابللو سره خپلې دې پرېکړې ته یو ډول ولسي ملاتړ پیدا کړي،‌ ځکه که سبا څوک ترې پوښتنه وکړي نو ځواب به یې دا وي‌ چې د ولس په مشوره مو دا پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي‌ کړل.‌

ښاغلی رحیم زیاتوي،‌ حکومت یوې خوا ته وایي‌ چې دا ۴۰۰ کسان حق العبدي‌ قضیې لري،‌ خو حقوقي‌ تناقض دا دی چې په حق العبدي مسایلو کې ولس د پرېکړې حق نه لري‌ او حکومت هم ولس ته دا واک نشي‌ ورکولی.

د مشتاق رحیم په وینا، پر حکومت د نړیوالې ټولنې فشارونه هم ډېر شوي‌ چې باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، نو اړ دی چې دا پاتې ۴۰۰ طاب بندیان خوشي‌ کړي.‌

ایا جرګه کې مخالف نظرونه هم اورېدل کېږي؟

جرګه

د عکس سرچینه، RTA

د جرګې ګډونوال له پرانیستونکو ویناو وروسته په بېلا بېلو کومېټو وویشل شول چې پر ور سپارل شویو پوښتنو بحث او مشوره وکړي.‌

تر دې دمه د دې کومېټو د خپلمنځي بحثونو پایلې او څرنګوالی نه دی مالوم،‌ او دا اټکل کول ګران دي‌ چې مخالف نظرونه به پکې اورېدل کېږي‌ او یا نه.‌

خو یوه پېښه چې د جرګې بې پرېتوب یې تر پوښتنې لاندې راوست، چې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن سره په نننۍ غونډه کې شوی زورزیاتی و.‌

نوموړې د ولسمشر غني د وینا پر مهال د اعتراض په توګه راپورته شوه او یوه ټوټه یې پورته ونیوله. پر دې ټوټه لیکل شوي وو (وحشي طالبانو ته باج مه ورکوئ).

خو جرګه کې مېشت امنیتي‌ کسانو او ان یو شمېر جرګه والو نوموړې ته د خبرو اجازه ورنکړه.‌

وروسته پر خواله رسنیو یو ویدیو کلپ لاس په لاس شو چې پکې ښودل کېږي چې یوه بله ښځه (چې بلقیس روشن یې د امنیتي ډلې غړې بولي) مېرمن روشن پر ځمکه راټېل وهي.‌

اغلې روشن له دې پېښې وروسته بي بي سي ته وویل چې امنیتي‌ کسانو په زور د جرګې له تالاره و ایستله.‌

د جرګې چارواکو تر دې دمه د نوموړې دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.‌

خو بلقیس روشن وایي، حکومت تل د دا ډول فرمایشي‌ جرګو له لارې د ولس په سترګو کې خاورې اچولې دي.‌