امریکا: بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته د مشورتي لویې جرګې پرېکړه مهمه ده

مایک پومپیو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مایک پومپیو وايي، د ټرمپ اداره له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته ژمنه ده او امریکا تل هڅه کوي چې افغانستان واحده سیاسي مشرتابه ولري او ګاونډیانو سره په سوله ییزه فضا کې ارام وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې لپاره افغانستان کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل ستایلي چې وايي د بین الافغاني سولې مذاکراتو پیلېدو په مخکې به د رامنځ شوي خنډ لیرې کېدو کې د طالب بندیانو د ژر خوشي کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د مایک پومپیو له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د دغو بندیانو تر خوشي کېدو وروسته طالبان باید له هغو ملي ډلو سره خبرې پیل کړي، چې د افغان دولت پیاوړی هوډ او د مذاکراتي ټیم تنوع ښيي.

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي، چې طالبان باید د مذاکراتو پرمهال اورکم ته ژمن پاتې شي چې په لړ کې یې مذاکراتي ډلې د جګړې ختمولو او د تلپاتې او شامل اوربند لپاره د سیاسي لارنقشې پر جوړېدو پرېکړه وکړي. امریکا هیله لري چې طالبان به پر خپلو ژمنو ودرېږي.

امریکا وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، نورو افغان مشرانو او د لویې جرګې له ګډونوالو یې غوښتنه دا ده چې د یوې داسې سولې لپاره له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي چې د ټولو افغانانو په خیر ده او د سیمې او نړۍ لپاره د ثبات لامل وګرځي.

مایک پومپیو وايي، د ټرمپ اداره له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته ژمنه ده او امریکا تل هڅه کوي چې افغانستان واحده سیاسي مشرتابه ولري او ګاونډیانو سره په سوله ییزه فضا کې ارام وي.

امریکا وايي، نه غواړي چې له افغانستانه دې بیا امریکا او زموږ ټلوالې ته د ترهګرۍ ګواښونه رامنځ ته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې پای کې راغلي، په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو پرېکړې به په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې همکارۍ پر کچې اغېز وکړي، امریکا له افغانستان سره د تلپاتې شراکت او د دایمي سولې پر ملاتړ ټینګار کوي.

ستانکزی: د بین الافغاني مذاکراتو مخ کې خنډ باید لیرې شي

بل خوا، د لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون مشر محمد معصوم ستانکزي د جرګې له جوړېدو مخکې وویل، د تېرې جرګې ۳۲۰۰ غړي جرګې ته رارسېدلي او د جرګې اجنډا کې به ګډونوال د بین الافغاني خبرو د پیل پر کړنلارې وغږېږي او پر وړاندې یې رامنځ ته شوي خنډونه څنګه لیرې شي:

"نن پر دې غږېږو چې د دې مذاکراتو د پیل لپاره څه کړنې باید وشي، کومې مشورې وشي او هغه خنډ چې رامنځ ته شوی، څنګه باید لیرې کړای شي."

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په تړاو پرېکړه مهمه ده چې عملي کېدو ته به یې لارې هوارېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، دی د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو د بښلو یا خوشي کولو واک نه لري چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، او له همدې کبله یې مشورتي لویه جرګه رابللې چې د دې کسانو برخلیک په اړه سلا مشوره وکړي.

اشرف غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په اوله ورځ وویل د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون واک له ده سره نشته چې وار له مخه یې لست ورته سپارل شوی او دغه پرېکړه به ولس کوي.

وسلوالو طالبانو ویلي، مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د افغان ولس استازیتوب هم نه کوي، خو د افغانستان حکومت وايي، د سولې راتلو او تاوتریخوالي کمېدو لپاره په بیړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل اړین وو، چې د طالبانو د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه بحث وشي.

طالبانو چارشنبه رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، له امریکا سره د دوی له خپلمنځي تړون وروسته اوس دا هېواد سولې او د افغانانو ترمنځ خپلمنځي پوهاوي ته اړتیا لري، او ښکېلې غاړې باید په دې چاره کې خنډونه جوړ نه کړي.

طالبان وایي، امکان لري چې افغان حکومت له دې مشورتي لویې جرګې نه د سولې او د افغان ولس د هیلو پر ضد ګټه پورته کړي. دا ډله همدا راز وایي چې یاده جرګه قانوني حیثیت نه لري، ځکه چې، د دوی په وینا، پخپله افغان حکومت قانوني حیثیت نه لري.