"د ولسي جرګې ډېری غړي په مشورتي لویه جرګه کې برخه اخلي"

لویه جرګه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسي جرګې مشر له لویې مشورتي جرګې سره مخالفت ښودلی

چارواکي وايي د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د مشورتي لویې جرګې پر سر اختلاف حل شوی او تمه ده چې د دې جرګې ډېری غړي به په لویه جرګه کې برخه واخلي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیالحق امرخېل د ملي شورا ودانۍ ته ورغلي وو او د ولسي جرګې د ځینو غړو د اندېښنو په اړه یې خبرې کړې دي.

د ولسي جرګې د منشي مرستیال حجت الله خردمند بي بي سي ته وویل، له دغې کتنې وروسته د کمېټو د مشرانو رایه واخيستل شوه چې اکثریت یې په لویې جرګې کې د ګډون لپاره مثبته رایه درلوده:

"له اوږدو خبرو وروسته رایه واچول شوه په پایله کې دې پریکړې ته ورسېدل چې اکثریت به په لویه جرګه کې برخه اخلي. د اکثریت رایه همدا وه لږ شمېر غړو چې نه یې غوښتل جرګه کې برخه واخلي اقلیت پاتې شول".

ټاکل شوې وه ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره وویني، خو دا چې ولسمشر غوښتل د ویډیو له لارې له هغوی سره خبرې وکړي، نو د ځینو غړو د نا رضایتي لامل شوې وه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخیل وايي، د ولسي جرګې له غړو سره په لیدنه کې موافقې ته رسېدلي او رامنځ ته شوې ستونزې حل شوې دي.

لویه جرګه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسي جرګې مشر او د اداري پلاوي نورو غړو په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل

له دې وړاندې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي وو د لویې جرګې رابلل ناقانونه دي.

هغه له ولسمشر محمد اشرف غني سره له ليدنې وروسته پر فېسبوک یوه بیان کې ویلي چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو (مشرانو جرګه او ولسي جرګه) د فعالیت پرمهال د لویې جرګې راغوښتل قانوني نه دي.

ښاغلي رحماني ویلي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو او د بین الافغاني خبرو د پیل په څېر ملي مسایلو په اړه باید په فوق العاده او ګډو غونډو کې له ملي شورا سره مشوره وشي.

اوس د ملي ښورا د دوبي رخصتۍ دي او ولسمشر غني له دوی غوښتي وو چې له رخصتۍ را وګرځي او په مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر پر لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه لویه مشورتي جرګه را غوښتې.

دا هغه بندیان دي چې طالبان یې د دوحې هوکړې له مخې خوشي کول غواړي، خو افغان حکومت وايي چې ولسمشر غني یې د خوشي کولو واک نه لري.

مشورتي لویه جرګه سبا د جمعې پر ورځ کابل کې جوړیږي، درې و رځې به دوام کوي او د مخکینۍ مشورتي لویې جرګې غړي چې شمېر یې شاوخوا درې زرو تنو ته رسېږي، ور غوښتل شوي دي.

چارواکي وايي دې لویه جرګه کې به د ۴۰۰ طالب زندانیانو ترڅنګ د سولې خبرو بهیر د راتلونکو پړاوونو په اړه هم سلا مشورې وشي.

افغان حکومت وايي چې د لویې جرګې لپاره تیاری د بشپړېدو په حال کې دی او شاوخوا ۹۰ سلنه غړي یې کابل ته راغلي دي.