کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شوه: غني د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو واک ورکړ

په کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته خپله وینا کې وویل، دا جرګه به د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک ټاکي. نوموړي وویل، طالبانو منلې چې که دا بندیانو یې خوشي شي، درې ورځو کې به حکومت سره خبرو ته کېني.

ژوندی پوښښ

  1. لویه جرګه کې د یوې وکیلې اعتراض او فزیکي شخړه

    د سولې مشورتي جرګې پرانیستغونډې او د لسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال، د پارلمان وکیله بلقیس روشن د جرګې په تالار ک‍ې له دې شعار سره چې "طالبانو ته باج مه ورکوئ" راپورته شوه خو تالار کې د یوې ګډونوالې له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او له تالاره وويستل شوه.

    اغلې روشن له تالاره تر وتلو وروسته بي بي سي ته وویل، دا ډول جرګې د کړېدلو افغانانو درد نه شي دوا کولی.‌

    د ویډیو تشریح، د لویې جرګې تالار کې فزیکي شخړه
  2. د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر کومو پوښتنو بحث کوي؟

    د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر خواله رسنیو هغه پوښتنلیک خپور کړی چې ویل کېږي نن جمعه کابل کې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته ور سپارل شوی او د بحث لپاره دوه پوښتنې ورته وړاندې شوې دي.

    په لومړ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.

    د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي‌ ورکړی شوي دي. لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي‌ شي‌ او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.‌

    خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.

    -

    په دویمه پوښتنه کې راغلي‌ چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي، او له دې مذاکراتو څه تمه لري.

    پوښتنې

    د عکس سرچینه، ملي راډیو تلویزیون

    د عکس تشریح، پوښتنې
  3. اروپايي ټولنې استازی: دا جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویه ده

    په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی رونالډ کوبیا وايي، اروپایي ټولنه د بین الافغاني او ټول شموله خبرو ملاتړ او ورسره مرسته کوي. دغه لویه جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویي کوي. موږ هیله لرو چې دغه ټولې خبرې او بحثونه به د ملي ګټو دفاع وکړي او د سولې په اړه به هم خبرې اترې پکې وشي.

    رونالډ کوبیا

    د عکس سرچینه، @RolandKobia

  4. د بښنې نړیوال سازمان: قربانیانو ته باید پام وشي

    د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان سولې بهیر کې باید قربانیانو ته پام وشي. دغه سازمان زیاتوي، تر ټولو ډېر افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري خو سوله کې باید جنګي او بشر ضد جرمونه هېر نه کړل شي.

  5. حامد کرزی: که جرګه عمومي اوربند راوستلی شي، د تایید وړ ده

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې جوړېدو غبرګون کې د جرګې له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د بین الافغاني خبرو لپاره سره یو غږ شي او د سولې لپاره په ګډه کار وکړي.

    حامد کرزي ویلي، هیله ی دا ده چې دا جرګه د بین الافغاني مذاکراتو پر ژرپیلولو ټینګار وکړي چې هېواد ته تلپاتې سوله راشي. دی وايي، که دا جرګه هغه ګامونه واخلي چې وروسته د عمومي اوربند ټینګولو، بین الافغاني خبرو ژر پیلولو او هېواد کې تلپاتې سولې لامل شي، نو د تایید وړ ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    حامد کرزی

    د عکس سرچینه، @KarzaiH

    د عکس تشریح، حامد کرزی
  6. طالبان: د بندیانو خلاصون ته جرګه ضرور نه ده

    طالبانو کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو غبرګون کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني چې د ۴۶۰۰ بندیانو خوشي کولو واک لري، نو د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره جرګې ته څه اړتیا شته:

    "دا چې نوموړی ۴۶۰۰ بندیان پرخپل سر په ناقانونه توګه خوشي کولای شي، د جرګې اړتیا نه احساسوي؛ مګر د ۴سوو کسانو لپاره بیا له ناقانونه جرګې نه د قانوني لاري پیدا کولو پریکړي غواړي؛ دا د نوموړي هغه ګمراه سیاست دی چې خپله یې هم پري سر نه خلاصېږي."

    طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر نننیو څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي، "د نننۍ غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې، د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استاځولي کولای شي."

    طالبان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. د افغانستان تاریخي لویې جرګې او پایلې یې

    د افغانستان په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې قبیلوي جرګې نه پر یوې دودیزې سیاسي هغې اوښتې ده.

    لویه جرګه له دوو تورو "لویه" او "جرګه" جوړه شوې، چې دواړه پښتو توري دي، خو ځینې بیا "جرګه" ترکي بولي چې په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د بانفوذه کسانو د غونډېدو په معنا ده.

    لکه څنګه چې د افغانستان په رسمي معاصر تاریخ کې راغلي، لومړنۍ لویه جرګه د ۱۷۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې کندهار کې جوړه شوې او بیا په وروستۍ یوه سلیزه کې بېلابېلو موخو ته جوړې شوې دي. ځینو تاریخپوهانو په افغانستان کې د جرګو شمېر لسګونه ښودلی، چې تر ټولو مهمې یې په دې مطلب کې راخیستل شوې دي.

    نور جزییات لاندې لینک کې:

    لویه جرګه

    د عکس سرچینه، .

  8. د جرګې ۵۰ کمېټې

    د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر ۵۰ کمېټو وېشل شوي چې د طالبانو د پاتې غړو د خلاصون په اړه به پر بېلابېلو مسلو بحث کوي مازدیګر ته به د کمېټو مشران خپل رپوټونه وړاندې کوي او تر ماښام ناوخته به بحثونه کوي.

  9. د ولسمشر د وینا پر مهال د یوې ښځې اعتراض

    نن مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پر مهال د فراه د خلکو استازې اعتراض وکړ او یوه جنډه یې پورته کړه.‌ پر دې ټوټه لیکل شوي وو (وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی).

    ولسمشر غني یې په ځواب کې وویل: "زه باج ورکوونکی نه یم.‌ تاسې خپلو همکارانو ته قناعت ورکړئ. پرېکړه ستاسې په لاس کې ده".

    غني

    د عکس سرچینه، ملي تلویزیون

    د عکس تشریح، غني
  10. ولسمشر غني: دوښمنان زیاتول نه غواړو

    ولسمشر غني شېبه وړاندې مشورتي لویې جرګې ته وویل:

    "دا لوی تصمیونه دي چې باید ملت ته پکې مراجعه وشي او د هغوی نظر ته لبیک وویل شي. داسې جرګې همېشه پخير وې.

    د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره مو بحث درلود، ټولو د افغانستان په مشرتوب د سولې هڅو ملاتړ کړی دی. په سر کې يې د ځینو پروژو او د حکومت د پروګرامو په اړه او پکې د پرمختګونو په هکله خبرې وکړې.

    هېڅ ګاونډي یا بل هېواد ته به زموږ له خاورې تاوان ونه رسېږي.

    موږ ډېر ملګري غواړو او دوښمنان نه زیاتوو. مرکزي اسیا اوس زموږ په یوه ښه ملاتړي باندې بدله شوې.

    جاپان، کاناډا، انګلستان... د افغانستان اساسي ملګري دي او ژمنه يې کړې چې موږ سره به وي. اسلامي هېوادونو سره مو هم اړیکې په پراخېدو دي. د سولې په پایله کې به ټول اسلامي ارزښتونه خوندي وي."

    غني

    د عکس سرچینه، ملي تلویزیون

    د عکس تشریح، غني
  11. عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې او مصالحې ملي شورا مشر:

    ښاغلي عبدالله شېبه وړاندې خپله وینا کې زیاته کړه،‌ قومي مشران، سیاسیون، مدني ټولنې غړي، عالمان، د بشري او ښځو حقونو فعالان...ټول دلته شته.

    دلته به په پای کې په اجماع سره یوه پرېکړه کېږي. ستاسې مشوره حیاتي ده او زه یقین لرم چې ستاسې جمي تصمیم به تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ښه لارښود وي

    که څوک فکر کوي په جنګ بریالي کېدای شي، دا غلطه ده. ټول افغانان په یوه خوله دي.

  12. وروستی, ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري

    ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل،‌ طالبانو ویلي‌ چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.

    ولسمشر غني‌ وویل،‌ د دې لپاره چې ملامتي‌ پر حکومت نه وي،‌ په دې چاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي‌ دي.

    ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.

    د ویډیو تشریح، ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.
  13. د عبدالله وینا هم پای ته ورسېد

    د ښاغلي عبدالله عبدالله وینا هم پای ته ورسېدله.‌ ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې له خیمې روان شو.‌ د جرګې چلوونکو ګډونوالو ته وویل چې د غرمې له ډوډۍ او لمانځه نه وروسته به کومېټو کې خپل بحثونه به پیلوي او د مازدیګر تر پنځو بجو به دوام کوي‌.‌ همدا راز هره کومېټه به خپل مشر هم ټاکي

  14. عبدالله: سوله هم هیلې لري او هم اندېښنې

    د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته خپله وینا کې وویل، سوله له ځان سره هم هیلې لري او هم اندېښنې.

    نوموړي‌ وویل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او مارشال دوستم په ګډون ګڼو سیاست والو د دې جرګې ملاتړ کړی دی.

    ښاغلي‌ عبدالله وویل، دې حساس پړاو کې د جرګه والو پرېکړې د افغان ولس برخلیک ټاکلی شي.‌

    نوموړي وویل،‌ دا څومره طالب بندیانو چې خوشي‌ شوي دا هم اسانه کار نه و،‌ خو حکومت سولې ته د ژمنتیا له مخې هغوی خوشي‌ کړل

    عبدالله

    د عکس سرچینه، ملي تلیزیون

    د عکس تشریح، عبدالله
  15. عبدالله عبدالله خپله وینا پیل کړه

    له ولسمشر غني وروسته اوس د مصالحې د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله جرګې ته خپله وینا پیل کړه

    عبدالله

    د عکس سرچینه، ملي تلویزیون

    د عکس تشریح، عبدالله