'د طالبانو ۴۰۰ بندیانو کې هېڅ بهرنی نشته'
د افغانستان حکومت وايي، د سولې راتلو او تاوتریخوالي کمېدو لپاره په بیړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل اړین وو، چې د طالبانو د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه بحث وشي. د جرګې سمبالوونکي وايي، په دې ۴۰۰ بندیانو کې بهرني وګړي 'نه' شته.