ایران: په واټونو کې ډېری کارګر ماشومان افغانان دي

ایران

د عکس سرچینه، اقتصاد آنلاین

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان یې غوښتې چې دغه هېواد کې پر واټونو کارګر ماشومان خپل هېواد ته ستانه کړي او د نورو د راتګ مخه ونیسي.

عبدالرضا رحماني فضلي ویلي، پر واټونو د کارګرو ماشومانو ډېره برخه افغان ماشومان دي او له افغان حکومت یې غوښتي چې د دې ماشومانو ستنولو ته لومړیتوب ورکړي او که اړتیا وي اسانتیا ورته برابره کړي چې له خپلو کورنیو سره افغانستان ته لاړ شي.

ښاغلي فضلي- چې د دغه هېواد ټولنیزې شورا ته یې پر واټونو د کارګرو ماشومانو په ستونزه خبرې کولې- ویلي د دې ستونزې په اړه د افغان حکومت له استازو او په ایران کې له افغان سفیر سره خبرې شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، له افغان لوري غوښتنه شوې ده چې دې برخه کې همکاري وکړي او ایران ته د نورو افغان کارګرو ماشومانو د ورتګ مخه ونیسي.

ښاغلي فضلي ویلي په دې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر سره له ایران د هغه د وروستۍ لېدنې پرمهال مفصلې خبرې شوې دي او ژمنه شوې چې دې برخه کې به لازم ګامونه واخیستل شي.

د افغان حکومت غبرګون

GRAN HEWAD FACEBOOK

د عکس سرچینه، GRAN HEWAD FACEBOOK

د عکس تشریح، ګران هېواد وايي، افغان سفارت هغه پالنځي چاري چې افغان ماشومان پکې ساتل کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، د افغانستان سفارت د دې ستونزې د هواري لپاره عملا لاس په کار شوی:

"افغان سفارت له هغو پالنځیو لیدنې پیل کړې چې هغو کې د سړک غاړې افغان ماشومان ساتل کیږي درې یې کتلي او مقدمتا یې افغان ماشومان پېژندلي خو د هویت د تثبیت لپاره یوه رسمي پروسه پکار ده چې باید عملي شي. "

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې دا دریم ځل دی چې د دغه هېواد چارواکي پر واټونو د کارګرو ماشومانو په اړه خبرې کوي.

د ایران حکومت غواړي پر واټونو د کارګرو ماشومانو د ستونزې په اړه یوه لایحه جوړه کړي او په دې برخه کې نیمګړتیاوې او ننګونې په ګوته کړي.

په تېرو څو کلونو کې ایران او د ایران له لارې نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو تګ زیات شوی او د دې کډوالو ډېره برخه ځوانان او ځینې یې لا قانوني عمر ته نه دي رسیدلي.

افغانستان کې کارګر ماشومان

کابل
د عکس تشریح، کابل کې افغان کارګر ماشوم موټر مینځي.

افغانستان کې هم پر واټونو د پام وړ شمېر ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

افغانستان کې پر واټونو د کارګرو ماشومانو دقیق شمېر نه دی معلوم خو د اټکل له مخې یو اعشاریه شپږ میلیونه ښودل شوي دي.

د دې ماشومانو ډېره برخه کې یانې له شپیتو تر اویا سلنې په پلازمینه کابل کې دي.

دا ماشومان په سختو شرایطو کې درانه فزیکي کارونه کوي چې ډېره کله د دوی له توانه لوړ دي.

ایران کې افغان کډوال

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروستیو کلونو کې ایران او نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو تګ ډېر شوی دی.

په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال میشت دي.

د ایران د احصایې اړوند ادارې د ۱۳۹۵ کال د معلوماتو له مخې افغان کډوال د دغه هېواد د وګړو یو اعشاره ۹۸ سلنه برخه جوړوي.

ایران کې د افغان کډوالو یو شمیر وايي چې ځايي وګړي له دوی سره ناسم چلن کوي او دغه هېواد کې له دوه ګوني چلن سره مخامخ دي.

خو ا یراني چارواکي دا تور ردوي او وايي چې دغه هېواد کې یې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.