د 'فساد ضد سفیران' افغانستان کې فساد ضد مبارزه پڅه بولي

کابل

په افغانستان کې د فساد ضد سفیرانو ډلې د هغه څه په اړه اندېښنه ښودلې چې دوی یې د فساد ضد هڅو پیکه کیدل بولي. دغې ډلې له حکومت غوښتي چې د فساد ضد هڅې د سمونونو د اجنډا سر ته راولي.

دا اندېښنې د یوناما له کلني راپور وروسته څرګندې شوې چې پکې په افغانستان کې د فساد ضد اوږدمهالو تګلارو پلي کېدو او د د دغه هدف لپاره د بنسټونو په رغېدو کې په بیا بیا ځنډ اندېښنه ښودل شوې.

د یوناما راپور او د سفیرانو ډلې دواړو د فساد پر ضد د مبارزې د پڅوالي پایلې د سولې را روان بهیر او په جینوا کې له افغانستان سره د مرستو را روان کنفرانس ته زیان اړوونکې بللې.

دغې ډلې په افغانستان کې د پراخ فساد له منځه وړل او د سولې او پرمختګ لپاره مهم بللی او ويلي ېې دي چې د سولې را روانې خبرې له ټولو لورو غواړي چې پر یوه او بل د پړې اچولو پر ځای د روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون واکمنۍ لپاره بنسټیزو ګامونو ته ژمن پاتې شي.

د برېتانیا او اروپايي ټولنې په پړاویزه مشرۍ د یوناما، ډنمارک، جرمني، جاپان، امریکا، استرالیا، کاناډا، اېټالیا، ناروې، نړیوال بانک، ناټو ملکي استازولۍ، برېتانیا او اروپايي ټولنې د استازولیو د مشرانو ګډ فساد ضد ګروپ په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې د هڅو پڅوالی د سولې د روانو هڅو لپاره زیان اړوونکی بللی.

تېره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي له فساد سره د مبارزې لپاره د اوږدمهالو او بنسټیزو جوړښتونو رامنځته کېدل بیا بیا ځنډېدلي او په تېره بیا د فساد د لویو مواردو په برخه کې د مؤثرو څېړنو او څارنو په نشتون یې اندېښنه ښودلې وه.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي وو چې، له اداري فساد سره مبارزه د ولسمشر محمد اشرف غني لومړبتوب دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم شته.

مظاهرې
د عکس تشریح، په تېر کې په افغانستان کې دننه د فساد ضد مظاهرې شوې

یوناما د اداري فساد اړوند خپل څلورکلنی راپور" 'اداري فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه؛ د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده" تر سرلیک لاندې د جون پر ۱۷مه خپور کړ.

د یوناما په ګډون د سفیرانو د فساد ضد ډلې د دولتي بسپنو د تس نس کولو په اړه د ګڼو تورونو د بشپړو پلټلو غوښتنه هم کړې.

دغه ګروپ په خپره کړې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د فساد ضد هڅو پيکه کېدل په جینوا کې د افغانستان لپاره د بسپنو او مرستو راټولو پر پلاني شوي کنفرانس هم ناوړه اغېزه ښندي.

خبرپاڼې که څه هم د ولسمشر محمد اشرف غني د فساد ضد اقداماتو د ژمنو هر کلی کړی خو د دغو ژمنو عملي کېدل یې مهم ګڼلي او په تيره بیا د فساد په سترو قضیو کې د محکمو د جديت غوښتنه کړې.