ودونو کې پراخ ګډون خوست کې د کورونا وېروس ډېرېدو لوی لامل دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت الله تسل
- دنده, بي بي سي
په خوست کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې د ګڼه ـ ګوڼې ځایونه تړل شوي او پر لویو راټولېدنو بندیز لګېدلی، خو د ودونو مراسم په جوش او خوښیو لمانځل کېږي.
په داسې حال کې چې کورونا وېروس مخ په پراخېدو دی، د ودونو په محفلونو کې د سیمه ییزې موسیقۍ د اورېدو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه لا نه ده کمه شوې چې له امله یې ځینې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ هم اخته شوي دي.
په خوست ولایت کې د کورونا وېروس د ناروغۍ د ډېرېدا اندېښنې یو لامل هم په ودونو کې د خلکو پراخ ګډون ښودل کېږي.
خوستی ځوان رفیع الله چې له اختر وروسته یې د خپلوانو او ملګرو ډېرو ودونو کې ګډون کړی، وايي د موسیقۍ او ساتېرۍ دې محفلونو ته د تګ له امله په کورونا اخته شوی دی.
هغه ځان له کورنۍ بېل کړی او له نورو هم غواړي چې د کورونا له امله د ودونو او سندرو بنډارونو کې ګډون را کم کړي.
اوس هم د ودونو په محفلونو کې د اتڼ اوږده اوږده کتارونه او موسیقي شته، چې د ډېرو مېلمنو د ورتګ سبب کېږي.
د خوست د عامې روغتیا ریس محمد حبیب شاه انصاري وايي، له خلکو یې په وار وار غوښتي چې د ودونو په مراسمو کې له برخه اخیستلو لاس واخلي ، خو خلک روغتیایي لارښونو ته کمه پاملرنه کوي، هغه خبرداری ورکوي چې په دې ولایت کې کورونا بحراني حالت ته رسېدلي ده، دی وايي، روغتیایي لاروښونې ته پام نه کول وضعیت نور هم خرابولی شي.
د کورونا وېروس د ککړېدو اندېښنې ته په پام په ودونو کې اوس ځینو کورنیو پرېکړه کړې چې د ودونو مراسمو ته یې کم مېلمانه ور وغواړي.
۲۳ کلن مصباح د خپل واده په ورځ وايي، د دې لپاره چې مېلمانه یې په دې ناروغۍ ککړ نه شي، د کورنۍ له مشرانو سره په مشوره، د واده مراسمو لپاره یې کم شمېر دوستان رابللي دي.
په خوست کې رواج دا دی چې د واده خواړه په ژېړ مازدیګر خوړل کیږي او زیات میلمانه هم مازدیګر مهال راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مصباح د واده ارمان پوره شو او د مېلمنو لپاره یې د واده ماښام په موسیقۍ رنګین کړ.
که څه په دې واده کې د میکروب ضد دوا او تدابیر نیول شوي وو، خو تر اوسه معلومه نه ده چې مېلمنو له واده او را ټولیدنې د کورونا کوچنی میکروب له ځانه سره وړی وي او که نه؛ ځکه ملګري او دوستان څنګ تر څنګ سره ناست وو.












