"افغانستان کې اجباري ودونه ډېر شوي"

ګوتمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا ټایمز مجلې په افغانستان کې د ښځو ته وضعیت ته کتنه کړې او په دې لړ کې یې د هرات د یوې اوسېدونکې کیسه کړې چې څه ډول یې پر ځان تیل واړول او ځان ته یې اور ورته کړ. ټایمز لیکي دې مېرمنې ځکه ځانوژنې ته مخه کړه چې په کور کې ورسره زورزیاتی کېده.

دا مجله لیکه د دې مېرمنې د ژوند کیسه د هغه کړاو یوه بېلګه ده چې افغان مېرمنې ورسره اولاس اوګرېوان دي.

افغانستان کې چې څلوېښت کاله د جګړې شاهد دی مېرمنې د یوه باعزته ژوند لپاره ډېرې ستونزې ګالي او دولت هم هغسې چې په کار ده له دوی سره مرسته نه کوي.

ټایم لیکي، په افغانستان کې په درېیو کې دوه برخې نجونې ښوونځي ته نه ځي ، ۸۷ سلنه یې لیک لوست نه شي کولی او د دوی د خوښې برخلاف د ودونو شمېر هم ډېر لوړ دی.

د دې مطلب لیکوال وايي، د نړیوالې ټولنې مرستو هم د افغان مېرمنو په ژوند کې د پام وړ بدلونه نه دی راوستی او داسې ښکاري چې د امریکايي مالیه ورکوونکي پيسې چې له افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره افغانستان ته لېږل شوي دي بې ځایه لګول شوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې ودونه تر ډېره لګښتي وي

ډیلي ټایمز ورځپاڼه لیکي په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د لومړي ځل لپاره د افغانستان د فرنیچر تولیدوونکي خپل تولیدات په پاکستان کې یوه نندارتون کې وړاندې کړي.

د رپوټ له مخې په دې نندارتون کې د افغانستان هغه فرنیچر نندارې ته وړاندې شي چې تر ډیره د افغان کلتور ښکارندوی دي.

پاکستانۍ ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، په پام کې ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه رسمي سفر افغانستان ته ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي ښاغلي قریشي ویلي، د دې سفر پرمهال به په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې او سولې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي د بهرنیو چارو وزیر په ملتان کې یوې غونډې ته د دې سفر د اعلان پرمهال وویل، پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په پاکستانیو ورځپاڼو کې ویل شوي قریشي وروسته له هغه کابل ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خانه په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او طالبان د سولې لپاره خبرو ته حاضر کړي.

له دې لیک استولو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته ورغی او هلته د رپوټونو له مخې په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه ترلاسه کړه.

ازبک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمتول ارګاشیف په لندن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا له استازي ګاریت بیلي سره کتلي او د افغان سولې په تړاو او دا چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې څنګه پيلېدای شي، غږېدلي دي.

ورځپاڼه لیکي په دې کتنه کې دواړه استازو په افغانستان کې د ګډو پروژو په اړه هم خبري کړي.