غني: هرات کې د ترکمنستان د ګازو پروسس بهیر پیلېږي

د عکس سرچینه، Arg
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د ترکمنستان په همکارۍ به په هرات کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځ ته شي.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او ورسره ملګري پلاوي سره ولیدل او پر یو لړ اقتصادي مسلو یې خبرې وکړې.
د ارګ اعلامیه کې راغلي، ښاغلي مرادوف د ترکمنستان او افغانستان د اړیکو پر لاټینګولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په اقتصادي برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني وايي، د بهرنۍ تګلارې محور به یې ترکمنستان وي، ځکه چې دغه هېواد افغانستان ته د همکارۍ لاس اوږد کړی دی.
ښاغلي غني ویلي، افغانستان او سیمې ته له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې غځولو ټاپي پروژه لوی اقتصادي دهلېز دی او د سیمې هېوادونو لپاره دا یو زرین پرمختګ دی.
پر ټاپي سربېره، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لین (ټاپ) او نوري فایبر هم غځول کېږي چې د سیمه ییز اتصال دغه لویه پروژه به سیمه او اروپا سره ونښلوي.
ولسمشر غني د ترکمنستان له دغه چارواکي سره لیدنه کې وویل، "افغانستان په امنیتي برخو کې هم له ترکمنستان سره مرستې ته ژمن دی، خصوصاً له یاد هېواد سره په سرحدي سیمو کې به زموږ مېشت امنیتي ځواکونه امنیت لا ټینګ کړي."

ترکمنستان په شمال او شمال لوېدیځ کې له افغانستان سره ۷۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري.
ترکمنستان پر ۱۹۹۱ کال له پخواني شوروي تر خپلواکېدو راهیسې بې پرې بهرنی سیاست لري.
همدا وجه ده چې د افغانستان کورنیو کشالو کې یې د نورو ګاونډیانو پرتله خورا لږ رول لرلی او له افغانستان سره ښه اړیکي لري.
ترکمنستان په هغو ډېرو کمو هېوادونو کې یو و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژاند او ښه ډيپلوماټیک اړیکي یې ور سره لرل.

د عکس سرچینه، Arg
ترکمنستان د طالبانو وخت کې هم هڅه کوله چې د افغانستان له لارې خپل ګاز پاکستان او هند ته ولېږدوي.
افغانستان له ترکمنستان سره هرات کې د تورغونډۍ او فاریاب کې د اقینه بندر د مختلفو توکو سوداګري لري، چې له برکته یې د کال افغانستان ته په میلیاردونو ډالر عاید په لاس ورځي.









