طالبان: له افغان حکومت سره د بندیانو تبادله د اوس لپاره ځنډېدلې

د عکس سرچینه، Taliban Sources
افغان وسله طالبان وایي له افغان حکومت سره یې د بندیانو د تبادلې خبره د اوس له پاره ځنډېدلې ده.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، څرنګه چې د دوی درې بندیان ټاکلي ځای ته لېږدول شوي نه دي، دوه بهرني استادان هم چې په بدل کې یې خوشي کېدل، پرې نه ښودل شول.
ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته تایید کړه چې د دوی بندیان تراوسه له بګرامه نه دي خوشي شوي.
افغان حکومت او په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ټاکل شوې وه د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني او دوه نور جګپوړي ملګري یې قطر ته وسپارل شي او طالبان یې په بدل کې په کابل کې د امریکایي پوهنتون تښتولي دوه استادان - یو امریکایی او یو آسترالیایی پرېږدي.
په همدې ترڅ کې طالبانو ته نژدې یوې سرچینې، بېرته بګرام زندان ته د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو د ستنولو خبره کړې ده.
لا روښانه نه ده چې د سه شنبې پر ورځ د ولسمشر اشرف غني تر اعلان وروسته چې طالب بندیان د دوو استادانو په تبادله په مشروط ډول پرېږدي، څه پېښ شول چې دغه بهیر یې وځنډاوه.
تر دې وړاندې په وسله والو طالبانو کې یوې سرچینې بي بي سي ته منلې وه چې د انس حقاني په ګډون د دوی دوه نور بندیان تېره سه شنبه له بګرام زندانه خوشي شول.
سرچینې ویلي وو چې خوشي طالب بندیان به ژره قطر ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Taliban Source
ولسمشر محمد اشرف غني تېره سه شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال له بګرام زندانه په مشروط ډول د طالبانو د درېیو غړو، حاجي مالي خان، عبد الرشید او انس حقاني د خوشي کولو اعلان وکړ.
ولسمشر غني وویل، دا کسان کابل کې د امریکایي پوهنتون د استادانو د خلاصون، او همدار راز د افغان سولې بهیر کې د پرمختګ په شرط خوشي کوي.
ولسمشر غني وویل، د دې کسانو پرېښودل سخت ګام دی، خو د امریکا په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په سلا مشوره یې دا پرېکړه کړې ده.
له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته لار جوړول او د طالبانو له بنده د دوو بهرنیو وګړو ازادول د دې پرېکړې دلیل بلل کېده.









