افغان حکومت: اچین کې د داعش جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي چې ۲۳ پکې مېرمنې او نژدې دېرش يې ماشومان دي. دغه کسان رسنیو ته نه دي ښودل شوي. چارواکي وایي، دې ډله کې د يوه نارينه په ګډون ۱۳ مېرمنې او کوچنیان د پاکستان اوسېدونکي دي.
چارواکي او ځايي قومي مشران وايي، افغان ځواکونه په دې ولايت کې دې ډلې پسې سخت عملیات روان کړي، ځکه دوی تسلمېږي. اچين په ننګرهار کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د ټوکېدو سيمه ده.
په تېر دوو اونیو کې دا دویم ځل دی چی د 'داعش' ډلې جنګیالي ځان افغان ځوکونوته سپاري، خو دا وار ډېرې ښځې او ماشومان پکې دي.
ننګرهار کې چارواکي وایي، د یوه سړي په شمول د داعش جنګیالیو ۹۳ ښځې او ماشومان تېره ورځ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې تسلیم شوي دي.
د اچین ځايي مسوولین په دې تسلیم شويو وسله والو کې د يوه سړي په ګډون ۱۳ مېرمنې او ماشومان د پښتونخوا د اورکزو اوسېدونکي یاد کړي دي.
- اچین د بمونو مور له غورځېدلو یو کال وروسته
- د اچین پېچومي او جګړه؛ سپین غر او تور بیرغونه
- 'اچین کې د ځايي خلکو او داعش ډلې وسله والو تر منځ نښته شوې'
- "ننګرهار کې د ۶ اردنیانو په ګډون ۷۲ داعشیان تسلیم شوي"
- ''د داعش ډلې تسلیم شویو کسانو په اړه شکایتونه شوي''
- "جوزجان کې د داعش مشر او لسګونه وسلوال یې تسلیم شول"
د اچين ولسوال عاشق الله سادات بي بي سي ته وویل، دا خلک امنیتي ځواکونو ته ځکه تسلیم شوي چې عملیاتو کې ډېر کمزوري شوي دي:
"دغه سيمې چې دوی سره وي. دا يوه نيمه میاشت په باندار او باغ داره کې سخت عملیات وشو. اوس په پېښه کې عملیات روان دي. دا ډله د سخت فشار لاندې ده. تسلمېدونکي ډېر يې ښځې او ماشومان دي. نارينه يې څه تښتيدلی او يا وژل شوي دي."
په تېره میاشت کې د دې ډلې دا څوومه جوپه ده چې حکومت لوري ته ورځي.
نژدې دوه اونۍ وړاندې په يوه رسنيزه غونډه کې چارواکو وويل، د داعش ۷۲ غړي ور تسلیم شوي چې په کې ۱۹ میرمنې او ۳۵ ماشومان دي. هغه ډله کې درې سړي او درې مېرمنې د اردن وې.

د عکس سرچینه، AFP
د شينوارو د اچین ولسوالۍ قومي مشران وايي، په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو عملياتو سربېره هلته د هوا په يخېدو او امکاناتو د نه رسېدو له امله د دې ډلې کسان حکومت سره يوځای کېږي.
د طالبانو غبرګون
د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش افغان حکومت سره په دومره لوی شمېر کې د دې کسانو د تسلمېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو بيا ويلي، دا تسليم شوي وسله وال او د کورنۍ غړي يې په دې ولسوالۍ کې دوی سره په جګړو کې مات شوي او ادعا یې کړې چې حکومت ژغورلي دي.
که څه هم وړمه ورځ د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مسعود انداربي په ننګرهار کې وویل، داعش يې په ننګرهار کې سخت ځپلي او طالبان هڅه کوي له دې ډلې نيول شوې سیمې ونیسي، خو لا هم دا ډله د دې ولايت د هسکې مېنې، اچين، پچيراګام او خوږیاڼو ولسوالیو په لرې پرتو سيمو کې فعاليت کوي.
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې لا هم د طالب او داعش وسله والو ترمنځ د سيمو نیولو پسې د جګړو له امله وخت ناوخت خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي.








