'اچین کې د ځايي خلکو او داعش ډلې وسله والو تر منځ نښته شوې'

اچین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اچین کې له څه مودې راهیسې پوځي عملیات دوام لري
    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, بي بي سي

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او داسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ترمنځ نښته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، نښته کې د داعش ډلې ۱۵ وسله وال هم وژل شوي دي.

دغه نښته د اچین په وچ کوټ کې شوې ده.

چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ د ستانه دارو او داعش وسلوالو ترمنځ تېره ورځ ناوخته نښته شوې ده.

د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوګیاڼی، وايي په جګړه کې شپږ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي، چې په وینا یې یوه ښځه هم په کې ده.

په نا تایید شویو رپوټونو کې د وژل شویو شمېر اته کسان یاد شوي.

وچ کوټ داچین او کوټ ولسوالیو تر منځ سیمه ده او ویل کېږي، چې پر همدغه لار د اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال تګ راتګ کوي.

تر اوسه د دغې نښتې درامنځته کېدو دلیل نه دی روښانه او دا هم نه ده معلومه، چې لومړی برید کوم لوري کړی.

خو ځايي خلک وايي، د دغې ډلې وسله والو د یو کلیوال د بیولو هڅه کوله چې جګړه رامنځته شوه.

موب

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سیمه کې د امریکايي هوايي ځواکونو له لوري 'د بمونو مور' په نامه بم کاروول شوی و

دوچ کوټ ستانه دار د داعش ډلې له راپورته کېدو راهیسې پخپلو مېنو کې دېره وو. په اچین کې له څو اونیو راهیسې د داعش ډلې پر ضد ځمکني او هوايي عملیات روان دي.

دغه سیمه کې امریکايي هوايي ځواکونو تر ټولو ستر ویجاړونکی بم هم وکاراوه،خو داسې ښکاري، چې هسې چې ویل کېدل داعش ډله نه ده ماته شوې.