داعش وايي د ننګرهار پر ملي رادیو تلوېزیون برید دوی کړی
افغان چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د ملي رادیو تلوېزیون پر ودانۍ ډله ییز برید کې د ملي رادیو تلوېزیون څلور کارکوونکي او دوه پولیس وژل شوي او ۱۷ ولسي وګړي ټپیان شوي.
ځايي چارواکي وايي، برید د چارشنبې ورځې په ګهيځ شاوخوا لس نیمې بجې د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ دروازه کې د یوه ځانمرګي بریدګر په ځان چوولو پیل شو، درې نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل او هلته یې له امنیتي ځواکونو سره درې ساعته نښته وکړه.
داعش
"اسلامي دولت" (داعش) ډلې ددغه برید د پړې منلو ادعا کړې.
دغې ډلې ویلي، "په دغو کومانډو" عملیاتو کې یې یوه خپرنیزه اداره د خپل برید هدف ګرځولې.
طالبانو ویلي، دا برید د دوی کار نه دی، خو په سیمه کې طالبان او د 'اسلامي دولت ' (داعش) نومې ډلې اورپکي فعالیت لري.
جلال اباد ښار د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې د فعالیت اصلي ځای ته نژدې پروت دی.
ځینې رپوټونه وايي، په برید کې د ملي رادیو تلوېزیون د ننګرهار د څانګې د مشر په ګډون دوولس کارکوونکي ټپیان شوي.
د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ د ننګرهار د والي دفتر ته څېرمه پرته ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پېښې له ځایه سیمه ییز روغتون ته شپاړس ټپیان او یو وژل شوی وروړل شوي، چې اته ټپیان له برسېرنې درملنې وروسته ستانه کړل شوي دي.
تېره ورځ ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي رسنیو ته وویل، یو ځانمرګی بریدګر یې نیولی، چې غوښتل یې جلال اباد ښار کې ځانمرګی برید وکړي.


د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي وویل، دغه بریدګر د پولیسو د تلاشۍ پرمهال په یوه ریکشا کې ونیول شو او ورسره چاودېدونکي توکي شنډ کړل شول.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې وېډیو کې نیول شوی کس غږولی، چې وايي دوولس کاله د خیبر پښتونخوا یوه مدرسه کې پر دیني زده کړو بوخت و.
تورن وايي، پېښور کې له څو میاشتو روزنې وروسته یې جلال اباد ښار ته د ځانمرګي برید لپاره استولی و، خو پولیسو هدف ته له رسېدا وړاندې ونیو.
جلال اباد د ختیځ ننګرهار ولایت مرکز دی چې دغه ولایت له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې وېډیو کې نیول شوی کس غږولی، چې وايي دوولس کاله د خیبر پښتونخوا یوه مدرسه کې پر دیني زده کړو بوخت و.
تورن وايي، پېښور کې له څو میاشتو روزنې وروسته یې جلال اباد ښار ته د ځانمرګي برید لپاره استولی و، خو پولیسو هدف ته له رسېدا وړاندې ونیو.











