د ننګرهار امنيه قومندان چاودنه کې "وژل شوی"

د عکس سرچینه، Zarawar Zahid
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار امنيه قومندان زړور زاهد حصارک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې وژل شوی دی.
د حصارک ولسوال ملکو خان بي بي سي پښتو سره په خبرو کې د نوموړي مړينه تاييد کړې او وايي ښاغلی زړور د عملياتو او يو شمېر پوستو څخه د ليدنې په موخه حصارک ولسوالۍ ته تللی و.
د حصارک د ولسوال په وينا نوموړي له هغې پوستې ليدنه کوله چې امنیتي ځواکونو له وسله والو طالبانو نيولې وه چې هلته د طالبانو له خوا خښ کړی شوی ماين پرې والوت.
ويل کېږي په دغه پېښه کې دوه ساتونکي هم ټپيان شوی دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ښاغلي زاهد پر وژنه خواشینې ښودلې او نوموړی يې د زړورتيا يو سمبول بللی.
تر دې وړاندې ښاغلي زاهد د وردګو ولايت د ملي امنيت امر او د غزني او پکتيکا ولايتونو د امنيه قومندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

نوموړي له اوږدې مودې راهسيې په نظامي برخه کې کار کاوه، چې څو ځله په مخامخ جګړه کې ټپي شوی هم و.
حصارک ولسوالۍ د ننګرهار په لوېدېځ کې يوه له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کې ناامني ده.
د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلی چې زړور زاهد له څو پوليسو سره يو ځای په حصارک ولسوالۍ کې د دوی له خوا وژل شوی دی.








