افغانستان دفاع وزارت: ننګرهار کې د داعش ۸۰ غړي وژل شوي

د عکس سرچینه،
د افغانستان دفاع وزارت وايي د يو لړ هوايي عملياتو په ترڅ کې يې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) ۸۰ غړي په ننګرهار ولايت کې وژلي دي.
دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د چورلکو هوايي بريدونو اچين ولسوالۍ کې ۴۲ او چپرهار ولسوالۍ کې ۳۸ وسله وال په نښه کړي دي.
دغه خبر له هغه وروسته راځي چې د افغانستان ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير پر امنيتي او دفاعي بنسټونو نيوکې کړې وې او په ننګرهار ولايت کې يې د داعش پر وړاندې وسله واله ډله جوړه کړې وه.
وړاندې ښاغلي قدير د حکومت يو شمېر کړۍ د "اسلامي دولت" يا داعش ډلې سره په همکارۍ تورنې کړې وې.
دی وايي داسې اسناد لري چې د دفاعي بنسټونو او داعش ډلې تر منځ اړيکي روښانه کړي.
نوموړي ادعا کړې وه، "کله چې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو او "اسلامي دولت" ډلې تر منځ جګړه وي، جنګي الوتکې پر طالبانو هوايي بريدونه کوي، خو وايي پر داعش ډلې بمباري نه کوي."
ښاغلي قدير د ننګرهار ولايت د پاسه د ناپېژاندو چورلکو د الوتنو په هکله هم شکايت کړی و، ويلي يې وو چې په نوموړي ولايت کې به ناپېژانده چورلکې را غورځوي.
وړاندې د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ويلي وو، د وسله والو تر ولکې لاندې سيمه کې د چورلکو الوتنه يوه اوازه ده او په اړه به يې پلټنې ترسره کوي.
د افغانستان ختيځ کې ننګرهار ولايت ته داعش ډله د خپل مرکز په سترګه ګوري او د نوموړي ولايت په ځينو برخو کې فعاليت هم لري.








