ننګرهار کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ۳۲ غړي وژل شوي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پایله کې د ''اسلامي دولت'' ډلې لږترلږه ۳۲ غړي وژل شوي دي.
د اچین ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته ویلي، دا جګړه د تېرې چارشنبې په ورځ پیل شوې او افغان ځواکونو د ''اسلامي دولت'' ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
دی وايي، په دې نښته کې افغان ځواکونه د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې په پرمختګ وتوانېدل او تر اوسه د افغان ځواکونو په ځمکنیو بریدونو کې ددغې ډلې ۲۶ غړي وژل شوي.
د اچین د ولسوال په خبره، په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' د اړیکو هغه مرکز هم د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې له منځه تللی، چې په عراق او سوریه کې یې د ''اسلامي دولت'' له اصلي مرکز سره اړیکي نیول او شپږ کسان پکې وژل شوي.
د ننګرهار ولایت اچین او کوټ ولسوالۍ د ''اسلامي دولت'' د فعالیت مهمې سیمې دي. ''اسلامي دولت'' په لومړي ځل په همدې دوو سیمو کې خپل فعالیت او د افغان ځواکونو پروړاندې جبهه يي جګړه پیل کړه.
په دې سیمو کې وړاندې طالبان فعال وو، خو د ''اسلامي دولت'' له راتګ سره په مېشتو جنګیالیو د ''اسلامي دولت'' لمن ونیوه او له دغې ډلې سره یوځای شول.
د ''اسلامي دولت'' اورپکو نژدې دوه میاشتې وړاندې د اچین ولسوالۍ په یوې زرغونې غرنۍ سیمې کې دوولس کسان په بمونو والوځول.

د اچین ولسوال حاجي غالب، چې د ګوانتنامو پخوانی زنداني دی، دا ډېره موده له سرتېرو سره د جګړې له لومړۍ کرښې نه دی شاته شوی.

د عکس سرچینه،
نژدې دوه اونۍ وړاندې هم په اچین ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکوت په دوو جلا بمباریو کې د اسلامي دولت ډلې د ۲۱ غړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.








