د ګوانتانامو دوه ملګري زندانیان چې اوس د یوه بل دښمنان دي

د عکس سرچینه،
په افغانستان کې د ګوانتنامو دوه پخواني زندانیان اوس د یوه بل پر وړاندې جنګیږي. دواړه د ختیځ ولایت ننګرهار اوسیدونکي دي، چې له زندانه وړاندې هم سره اشنا وو.
په اچین ولسوالۍ کې د افغان دولت ولسوال حاجي غالب سره د دوو زامنو د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جنګیږي، خو پخوانی دوست یې ''عبدالرحیم مسلم دوست'' همدلته د داعش وسله والو د ډلې مشري کوي.
نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې کاږي، چې په اچین ولسوالۍ کې افغان سر تېري د داعش پر وړاندې دجګړې لومړۍ لیکې ته روانیدل، په سیمه کې د افغان ملي پوځ قومندان له زغروال ګاړي د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پټنځایونو او مورچلونه راوښوول.
ټیک هغه ځای ته ورسیدو چې، څو ورځې وړاندې پکې داعش وسله والو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ناتار بریدونه وکړل او د ولسوالۍ د ودانۍ تر څنډو ورسیدل.

د عکس سرچینه،
حاجي غالب، چې د ګوانتنامو پخوانی زنداني دی، دا ډېره موده له سر تېرو سره د جګړې له لومړۍ کرښې نه دی شاته شوی.
غالب د اچین ولسوال دی، هغه سیمه چې لومړی ځل پکې داعش وسلوالو د افغان حکومت پر وړاندې مخامخ جګړه پیل کړه. نوموړی د هغې جګړې نکل وکړ، چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسلوالو پکې دولسوالۍ دنیولو هوډ کړی وو.
د افغان ځواکونو او داعش وسلوالو مورچلونه له یو بله دومره لرې نه دي، دواړو لوریو ته د زندان پخواني ملګري د جګړې مشري کوي.
عبدالرحیم مسلم دوست لومړنی افغان و چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي لاس نیوی ېې وکړ.
مسلم دوست او غالب پخواني دوستان او دواړه دهمدې سیمې اوسیدونکي دي. پنځه کاله د ګوانتانامو بې زندان په یوه کوټه کې بندیان وو. خو اوس د یو بل کلک غلیمان دي.
د افغان پوځ یو قومندان د غالب د پخواني ملګري د پوستو ویشتو لپاره قومنده ورکړه، توپچي مرمۍ له غني خیلو وار کېدې، دې سره د جګړې د لومړۍ لیکې سر تېرو ته ډاډ ورکول کېږي.

د عکس سرچینه،
د اسلامي دولت نومې ډلې وسلوالو څو میاشتې وړاندې، د اچین په غرونو کې نژدې ۱۰ ځاي اوسیدونکي په بمونو والو ځول. همدغه ځایونه اوس د افغان پوځ د توپچي ګوزارونو نښې دي.
که څه هم افغان ځواکونه په اچین کې د خپلو سنګرونو په کلکولو بوخت دي، خو داعش وسلوال هم غلي نه دي ناست او لاهم یو سر خوږی دی.
د جګړې په لومړۍ لیکه کې دهېواد د هرې قبیلې سر تېرې موجود وو، بېرته ولسوالۍ ته راستانه شوو، هلته چې ګڼ بې کوره شوي کسان په تمه ناست وو.
ولسوال د جګړو له امله دراکډه شوو پالنه تر جګړې ګټلو هم مهمه بولي،په دوي کې هغه کوچنیان هم د مرستې اخیستو په نیت راغلي وو، چې د پلرونو په بمونو د الوځولو انځورونو یې په ذهنونو کې کور کړی.
د حاجي غالب او مسلم دوست دښمني او ملګرتیا د افغانستان داوږدې جګړې یو بېلګه ده. د دوی په څېر نور ډېر خواږه یو بل ته په څو ناست دي.
د ورځې په پاېې کې حاجي غالب د ولسوالۍ په بازار کې د دې لپاره پلی وګرځید چې د خلکو له ذهنونو دتازه تېرې شوې جګړې بد انځور ایسته کړي او ورته وښې چې لا هم ژوند ښکلی دی.








