ارګ: د حقاني شبکې درې غړي اوس هم د افغانستان په بند کې دي

حقاني شبکې غړي

د عکس سرچینه، TALIBAN SOURCES

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د طالبانو د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید اوس هم د افغانستان په بند کې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د طالبانو لخوا د شرایطو نه مراعتېدل د زندانیانو د تبادلې بهیر د ځنډ یو اصلي لامل دی.

ټاکل شوې وه چې د حقاني شبکې دغه درې غړي د افغان امریکايي پوهنتون له هغو دوو تنو استادانو سره تبادله شوي وای چې د طالبانو په بند کې دي.

ښاغلي صدیقي لیکي چې د بندیانو د تبادلې بهیر تر بیا کتنې لاندې دی او د ملي ګټو په ساتلو سره به دا بهیر مخته بیايي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني په امریکا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال اندېښنه ښوولې وه چې د دې په خبره کېدای شي طالبان د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه تښتول شوي استادان خوشي نه کړي.

مېرمن غني د سولې انسټیټوټ کې یوه غونډې ته وویل:

''وضعیت ډېر پېچلی دی، خو زه نه پوهېږم چې دې خبرو ولې مثبته پایله نه درلوده، نه پوهېږم چې ولې، خو ښايي کوم لوري پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی، نو له بده مرغه ښايي دوه استادان خوشي نه شي، موږ له همدا ډول یوه وضعیت سره مخامخ یو او له دا ډول کسانو سره خبرې کوو. ''

بل لور ته افغان حکومت تر اوسه بګرام زندان ته د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني بېرته لېږلو په تړاو رسماً څه نه دي ویلي، خو حکومت ته ځینې نژدې سرچینې وايي، دوی هغه شرایط عملي کړي چې د دغو دریو کسانو د خوشي کولو لپاره یې اعلان کړي و.

دوی وايي، اوس باید طالبان ځواب ووايي، چې د دوی په وینا د پوهنتون دوه برمته شوي استادان چېرې دي او ولې یې نه دي خوشي کړي.

بندیان

د عکس سرچینه، TLIBAN SORCE

د عکس تشریح، د افغان- امریکايي پوهنتون دوه استادان چې د انس حقاني او دوو طالب مشران په بدل کې خوشي کېږي.

بل لور ته طالبان وايي، هغه درې بندیان یې لا هم په بګرام زندان کې دي چې ټاکل شوې وه، د دې ډلې لخوا د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو بهرنیو استادانو په بدل کې خوشي شي.

ځینې سیمه ییزې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله دا هم وايي، چې دغه بندیان له قطره بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې د دوشنبې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه یې کړې ده.

مالي خان او حافظ رشید د حقاني شبکې دوه نور مشران دي چې ټاکل شوې وه، خوشي به شي.

له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته لار جوړول او د طالبانو له بند د دوو بهرنیو وګړو ازادول د دې پرېکړې دلیل بلل کېږي.

تېره اونۍ د خبرو د بیا پیلېدو خبر سره وویل شول چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او له افغان مشرانو سره د انس حقاني پر خوشي کولو خبرې کوي.

رولا غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د ولسمشرغني ویاند په غبرګون کې وویل چې د ښاغلي حقاني خوشي کول ناشوني دي او دا موضوع د حکومت سره کرښه ده.

کابل کې د امریکا سفارت د انس حقاني د خوشي کولو په هکله د افغان حکومت پرېکړه مېړانه بللې.

انس حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر جلا الدین حقاني زوی دی او دا شبکه په کابل کې د خونړیو بریدونو او لسګونو ولسي وګړو په وژلو تورنه بلل کېږي.

دا شبکه د پېچلو بریدونو په پلانولو مشهور ده.

دې شبکې کابل کې پر کانټینېنټل هوټل او پر ۲۰۱۱ کال کابل کې پر امریکا سفارت د برید مسولیت ومانه او ادعا یې وکړه چې پر ۲۰۱۲ کال یې کابل کې پر څو مهمو ځایونو هممهال بریدونه کړي دي.

دا مهال د انس حقاني ورور سراج الدین حقاني د دې شبکې مشر دی.

انس حقاني نږدې پنځه کاله مخکې ونیول شو او افغان حکومت د حقاني شبکې دویم درجه مشر وباله.

د ویډیو تشریح، د جګپوړو طالبانو خوشي کول