ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډیدو له کبله بښنه غواړو

حوا علم نورستانۍ

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رسماً د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو ځنډ اعلان کړی، خو داسې څه نه وايي چې دا ځنډ به تر څو ورځو یا اونیو پورې وي.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له مخکني اعلان شوي مهالویش سره سم باید نن یانې د تلې پر ۲۷مه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو اوس کمېسیون وايي د ' تخنیکي ستونزو او روڼتیا ' په موخه یې د دغو پایلو اعلان ځنډولی دی.

ټاکنو کمېسون وايي، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلانولو کې د ځنډ له کبله بښنه غواړي.

کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل:

''د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان له خلکو او په ټاکنو کې د ښکېلو اړخونو د لومړنیو پایلو نه اعلانولو له کبله بښنه غواړي. د کمېسیون کارکوونکي شپه او ورځ زیار باسي چې مسایل سره راټول کړو او انشاالله ژر تر ژره به لومړنۍ پایلې د افغانستان خلکو ته اعلان کړو. ''

د ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه له خپل شخصي ټویټر حسابه یوه پیغام کې ویلي، د افغانان لېوال وو چې له لومړنیو پایلو خبر شي، خو په وینا یې د شفافیت په خاطر د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلو اعلان یې ځنډولی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې یو شمېر ټاکنیزو ډلو څارونکي وايي چې د لومړنیو پایلو له ځنډ سره ستونزه نه لري. هغوی وايي چې د سپینو او تورو رایو د بېلولو او د روڼوالي لپاره د لومړنیو پایلو په اعلان کې دا ځنډ دوی ته د منلو دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري

په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ټولو ټاکنو کې د ټاکنیزو مهالویشونو نقض معمول و.

افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ټولو ټاکنو کې د ټاکنیزو مهالویشونو نقض معمول و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ټولو ټاکنو کې د ټاکنیزو مهالویشونو نقض معمول و

د کار د چټکوالي په موخه له بایومټریک آلو څخه د ګټې اخېستنې په مټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار ـ وار ژمنه کړې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به په ټاکلې نېټه یعنی د تلې په ۲۷مه اعلان کړي، خو دا بنسټ په دغه نېټه د لومړنیو پایلو پر اعلانېدو ونه توانېد.

داسې ښکاري چې له پخوا سره په توپیر به له دا ځل ځنډ سره د ولسمشرۍ نوماندان اعتراض نه لري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو څارونکی نور الرحمن اخلاقي وايي چې د لومړنیو پآیلو د اعلانېدو ځنډ د تخنیکي ستونزو له امله دی چې له بایومټریک الو څخه د معلوماتو لېږد نه وو بشپړ شوی.

د مهالوېش له مخې نن د شنبې په ورځ باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مهالوېش له مخې نن د شنبې په ورځ باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای.

ښاغلی اخلاقي وايي، دوی ته د تخنیکي ستونزو له امله د پآیلو ځنډ د اندېښنې وړنه دی.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکې هم د لومړنیو پایلو په ځنډ لویه اندېښنه نه لري.

عبدالقادر هوتخیل وايي چې ټاکنو کمېسیون له وړاندې باید تخنیکي ستونزې په پام کې نیولې وای، خو د ده په ټکو اوس په کار ده چې دا کمېسیون روڼوالی تضمین کړي او ژر د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پآیله اعلان کړي.

د مهالوېش له مخې نن د شنبې په ورځ باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای.

د کمېسیون د مهالوېش له مخې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره د لړم یا عقرب میاشتې ۱۶ مه نېټه ټاکل شوې ده.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي چې دوی ته د ټاکنو روڼوالی، په ټاکلې نېټه د لومړنیو پایلو تر اعلان لومړیتوب لري.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي و، که د روڼتیا لپاره د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډیږي، دوی ته د منلو دی.