ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډیدو له کبله بښنه غواړو

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رسماً د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو ځنډ اعلان کړی، خو داسې څه نه وايي چې دا ځنډ به تر څو ورځو یا اونیو پورې وي.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له مخکني اعلان شوي مهالویش سره سم باید نن یانې د تلې پر ۲۷مه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای، خو اوس کمېسیون وايي د ' تخنیکي ستونزو او روڼتیا ' په موخه یې د دغو پایلو اعلان ځنډولی دی.

ټاکنو کمېسون وايي، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلانولو کې د ځنډ له کبله بښنه غواړي.

کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل:

''د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان له خلکو او په ټاکنو کې د ښکېلو اړخونو د لومړنیو پایلو نه اعلانولو له کبله بښنه غواړي. د کمېسیون کارکوونکي شپه او ورځ زیار باسي چې مسایل سره راټول کړو او انشاالله ژر تر ژره به لومړنۍ پایلې د افغانستان خلکو ته اعلان کړو. ''

د ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه له خپل شخصي ټویټر حسابه یوه پیغام کې ویلي، د افغانان لېوال وو چې له لومړنیو پایلو خبر شي، خو په وینا یې د شفافیت په خاطر د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلو اعلان یې ځنډولی دی.

له دې مخکې یو شمېر ټاکنیزو ډلو څارونکي وايي چې د لومړنیو پایلو له ځنډ سره ستونزه نه لري. هغوی وايي چې د سپینو او تورو رایو د بېلولو او د روڼوالي لپاره د لومړنیو پایلو په اعلان کې دا ځنډ دوی ته د منلو دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري

په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ټولو ټاکنو کې د ټاکنیزو مهالویشونو نقض معمول و.

د کار د چټکوالي په موخه له بایومټریک آلو څخه د ګټې اخېستنې په مټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار ـ وار ژمنه کړې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به په ټاکلې نېټه یعنی د تلې په ۲۷مه اعلان کړي، خو دا بنسټ په دغه نېټه د لومړنیو پایلو پر اعلانېدو ونه توانېد.

داسې ښکاري چې له پخوا سره په توپیر به له دا ځل ځنډ سره د ولسمشرۍ نوماندان اعتراض نه لري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو څارونکی نور الرحمن اخلاقي وايي چې د لومړنیو پآیلو د اعلانېدو ځنډ د تخنیکي ستونزو له امله دی چې له بایومټریک الو څخه د معلوماتو لېږد نه وو بشپړ شوی.

ښاغلی اخلاقي وايي، دوی ته د تخنیکي ستونزو له امله د پآیلو ځنډ د اندېښنې وړنه دی.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکې هم د لومړنیو پایلو په ځنډ لویه اندېښنه نه لري.

عبدالقادر هوتخیل وايي چې ټاکنو کمېسیون له وړاندې باید تخنیکي ستونزې په پام کې نیولې وای، خو د ده په ټکو اوس په کار ده چې دا کمېسیون روڼوالی تضمین کړي او ژر د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پآیله اعلان کړي.

د مهالوېش له مخې نن د شنبې په ورځ باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې وای.

د کمېسیون د مهالوېش له مخې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره د لړم یا عقرب میاشتې ۱۶ مه نېټه ټاکل شوې ده.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې د لومړنیو پایلو ځنډ د دوی په راتلونکو پړاونو او د وروستیو پایلو په اعلان اغېز لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي چې دوی ته د ټاکنو روڼوالی، په ټاکلې نېټه د لومړنیو پایلو تر اعلان لومړیتوب لري.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي و، که د روڼتیا لپاره د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډیږي، دوی ته د منلو دی.