تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ټاکنې: د شکایتونو ثبتولو موده ختمه شوه
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د شکایتونو د ثبت بهیر دوشنبه مازدیګر پنځه بجې رسما پایته ورسېد. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د ټاکنو اړوند ۲۵۶۹ شکایتونه ثبت شوي چې ډیری یې له پلازمینې کابله دي.
دغه کمیسیون ټینګار کوي چې هره تقلبي یا درغله رایه به وڅیړي. د یاد کمېسیون په وینا، د ټاکنو اړوند ډیری شکایتونه د بایومیتریک الو له کاره لوېدلو او د په نوملړ کې د ځینو رای ورکوونکو د نومونو نشتوالي په اړه شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو یو کمشنر قطب الدین رویدار وايي، د دې شکایتونو په ډله کې د درغلیو او انتخاباتي جرایمو اړوند شکایتونه هم شته چې ۹۵۴ هغه یې په کابل کې شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، ټول شکایتونه به په ۱۵ کې وڅیړل شي. دې کمیسیون د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون هم غږ کړی چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ډېر دقت وکړي.
د ټاکنو چارواکو همداراز وویل چې د رای ورکوونې له ټولو مرکزونو سره په اړیکه کې دي او د ۳۵۶ ولسوالیو حساس ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي.
دوی وایي، د ټاکنو مرکزي دفتر ته تر اوسه یوازې د کابل ولایت حساس ټاکنیز توکي رسېدلي او د نورو ولایتونو له مرکزونو د توکو د لېږد بهیر روان دی.