صالح: یوازې کمېسیونونه د ټاکنو د پایلو اعلانولو حق لري

د عکس سرچینه، Ghani Facebook
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو کې د محمد اشرف غني د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امر الله صالح وایي، یوازې ټاکنیز کمېسیونونه دا واک او حق لري چې د تېرې شنبې ورځې د ټاکنو پایلې اعلان کړي. نوموړي پر سیالو ټاکنیزو ډلو غږ وکړ چې د خلکو ذهنونه دې نه ګډوډوي.
امرالله صالح نن دوشنبه کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل، له ټاکنو وړاندې دوی خپلمنځي ارزونو ښودلې وه چې د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله به ګټونکې وي، خو دا په دې معنا نه ده چې ګواکې دوی د خپلې بریا اعلان کوي، بلکې دا کار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دنده ده.
امرالله صالح پر ځوانانو غږ وکړ چې د ځینو ډلو او کسانو په خبرو دې نه تېر ووځي، او په اوسنیو شرایطو کې دې خپل یووالی ټینګ وساتي، او دا ځکه چې د افغان ملت ژبه، تاریخ، دین او درد له یو بل سره شریک دي.
ښاغلي صالح د امنیتي ځواکونو مننه هم وکړه چې د ټاکنو پر ورځ یې د تاوتریخوالي مخه ونیوه، او زیاته یې کړه چې ټاکنې به ګټونکي ډلې ته یو پیاوړی دریځ وکړي چې له هغه ځایه له طالبانو سره د سولې پروسه پر مخ بوځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امرالله صالح له خبرو څو ساعته وړاندې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې په ټاکنو کې د دوی د رایو شمېر لوړ دی.
ښاغلي عبدالله له ټاکنو دوه ورځې وروسته نن (دوشنبه، تله ۸) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې که څه هم د ټاکنو پایلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلانوي، خو ټینګار یې وکړ چې دوی تر نورو ډېره رایه ترلاسه کړې ده.
نوموړي وویل، په تېرو دوه ورځو کې د ده ټیم په ولایتونو کې د رایې په ارزولو بوخت و او دې پایلې ته رسېدلي چې "لوړه رایه یې ګټلې".
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، که چېرې د "ترسره شویو درغلیو" مخه ونیول شي ددوی رایه به لا هم لوړه شي.
"په اوسني وضعیت کې ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او د ثبات او همپالنې ټیم به راتلونکی حکومت جوړ کړي."
عبدالله عبدالله د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو پر کمیسیونونو غږ وکړ چې له بایومټریک پرته کارېدلو رایو باطلېدو په اړه دې پر خپله ژمنه پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو نن دوشنبه د ښاغلي عبدالله له څرګندونو څو شېبې وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوې خبري غونډه کې وویل: "هېڅ نوماند حق نه لري چې له وخت مخکې خپله بریا اعلان کړي".
د دې کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وویل:
"هېڅ کاندید حق نه لري چې خپله بریا اعلان کړي. ځکه د قانون په بنسټ دا په خپله د کمیسیون واک دی چې د ټاکنو ټولې پایلې پروسس کوي او د ټاکنو د قانون په اساس د لومړنیو پایلو اعلان د کمیسیون حق دی."
د ښاغلي ننګ په خبره لومړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته استوي او د هغوی د ارزونو وروسته اعلانیږي.
بل لور ته د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه رئيس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، پرته له دې چې د چا نوم واخلي، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
"پوهېږم چې د ماتې منل سخت کار دی. په تېرو څلورو لسیزو کې زه هم له ماتې سره مخ شوی یم. عجبه ده چې ځینې کسان په خپه څېرو سره وایي چې موږ بریالي یو. هیله ده چې پنځه کاله وروسته د څلورم ځل لپاره ټاکنو ته نوماند شئ او خپل بخت و ازمویئ. خلک نور حوصله نه لري چې د اجرائیه ریاست ترلاسه کولو لپاره لارو کوڅو ته راووځي ".

د عکس سرچینه، Atta Noor Facebook
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په ۲۷ اعلان شي. د کميسيون په وينا د شاوخوا ۳۷۰۰ مرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونو کسانو په رایه اچوونه کې ګډون کړی دی. د پاتې مرکزونو د شمېرو په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته جوت شي.
د ټاکنو کمیسیون وایي په ټول هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو رایې شمېرل شوي، اړوندو پاڼو ته رسول شوي او د ګډولو له پاره مرکز ته استول شوې دي.









