افغان ټاکنې: 'رایه اچونه ختمه شوه؛ 'د خلکو ګډون کم و'

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانانو د شنبې پر ورځ د سختو امنیتي تدبیرونو تر سیوري لاندې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې. د ټاکنو بهیر کې د هېواد ځینې برخو کې توغندیز بریدونه او بمي چاودنې هم وشوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا ټاکنې بریالۍ وبللې او خلکو ته یې مبارکي ورکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني شنبه ماسخوتن یو ځل بیا د ملي راډیو تلویزیون له لارې ولس ته وینا وکړه.

نوموړي وویل، که کوم نوماند په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه شکایت لري، نو له قانوني لارو چارو دې خپل شکایت له اړونده ادارو سره ثبت کړي چې څېړنه یې وشي.

ولسمشر غني همدا راز له طالبانو وغوښتل چې جګړه بنده کړي او سولې ته، چې د افغان ولس غوښتنه، غاړه کېږدي. نوموړي وویل، د افغان حکومت لخوا د سولې خبرو اترو لپاره دروازې پرانیستې دي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د نن ورځې د ټاکنو له برکته په افغانستان کې ځوانه دیموکراسي نوره هم پیاوړې شوه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو هم دا په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو منظمې او سمې ټاکنې وبللې. خو د ګلبدین حکمتیار په ګډون ځینو نوماندانو ادعا کړې چې په نننیو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

وسله والو طالبانو ګواښ کړی و چې د رایو ورکولو بهیر مخه به نیسي او د امنیت ټینګښت لپاره د رایو مرکزونو کې نژدې ۷۲ زره پولیس او پوځیان ګومارل شوي وو.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ نن 'شنبه سپتمبر ۲۸ مه' د رایې اچونې د بهیر له ختمېدو وروسته کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل:

''د نن ورځې ټاکنې د تېرو ټولو ټاکنو پرتله ډېرې منظمې اوسالمې وې. د ټول هېواد په کچه نن ټاکنیز بهیر په بریالیتوب پای ته ورسېد. د نن ورځې ټاکنو کې د ښځو او مشرانو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ګډون درلود. ۹۸ سلنه هغه مرکزونه چې له پخوا ټاکل شوي وو، نن ورځ پرانیستي وو. همدا راز ۹۹ اشاره ۸ سلنه کارکوونکي پر ټاکلي وخت د رایو مرکزونو کې حاضر وو. په ۹۶ سلنه مراکزو کې د ټاکنو لپاره حساس او غیر حساس توکي موجود وو. په ۹۸ اعشاره ۹ سلنه مرکزونو کې د بایو مېټرک الې موجودې وې. په ۹۹ اعشاره ۵ سلنه مرکزونو کې امنيتي ځواکونه په فعاله توګه موجود وو. ځینو سیمو کې ستونزې وې، چې د ټاکنو کمېسیون کمشرانو یې په خپلمنځي غونډه کې په اړه خبرې وکړې او په جدي توګه به پلټل کېږي.''

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټاکنو امنیت ښه و او پروسه پرته له کومې جدي امنیتي پېښې پای ته ورسېده.

حوا علم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خپلواک کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ وايي، د نن ورځې ټاکنې د تېرو ټولو ټاکنو پرتله ډېرې منظمې اوسالمې وې.

نوموړي وویل، کله چې ټاکنو کمېسیون د رایو د صندقونو لېږدول پیل کړي نو امنیتي ځواکونه به ورسره دې چاره کې هم پوره مرسته کوي او امنیت به یې نیسي.

اسدالله خالد وویل، د هېواد له هېڅ برخې داسې کوم رپوټ نه شته چې امنیتي ځواکونو دې په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه کړې وي.

وسله والو طالبانو چې د رایې ورکولو بهیر ګډوډولو ګواښ یې کړی و، په یوه اعلامیه کې د افغانستان ولسمشرۍ لپاره نننۍ ټاکنې ناکامې بللې دي. رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې وسله والو طالبانو ویلي، ''په ټاکنو له ګډونه په ډډه کولو سره افغانانو ثابته کړه، چې د پردي لوري فرمایشونه ورته د منلو نه دي ''.

په اعلامیه کې ادعا شوې، چې په یو شمېر محدودو ښارونو کې له ځینې دولتي رسمي مامورینو او څوتنو د دوي په خبره غولیدلو څیرو پرته نورو افغانانو په اکثریت سره دغه پروسه رد کړ.

افغان ولسمشر او د سږکال ولسمشریزو ټاکنو کاندید محمد اشرف غني وايي، سږنۍ ټاکنې د ملي وحدت پر ټاکنو بدلې شوې دي. د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایو ورکولو بهیر له پای ته رسېدو سملاسي وروسته ښاغلي غني خبریالانو سره مرکه کې وویل:

''نننیو ټاکنو هغه فرضیه ناسمه ثابته کړه، چې ګواکې افغانان پر خپل سر پرېکړه نه شي کړای او دلته د رایو بانکونه موجود دي. ملي اراده منځته راغلې او په دې هېواد کې نفاق نه شته.''

نوموړي له نړیوالو مرستندویانو د مرستو تر څنګ وویل، د نننیو ټاکنو یوه ځانګړنه دا هم وه چې د لګښت لویه برخه یې خپله د افغانستان له بودیجې ورکړل شوې ده.

غني

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images

د عکس تشریح، محمد اشرف غني وايي، سږنۍ ټاکنې د ملي وحدت پر ټاکنو بدلې شوې دي.

د ټاکنو یو بل مهم نوماند او اوسني اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله کابل کې له رایې اچونې وروسته خبریالانو ته وویل، 'ټاکنې یوه ملي او دیموکراتیکه پروسه ده او طالبان باید د دې مخه و نه نیسي. ' نوموړي وویل، 'د ټاکنیز بهیر مخه نیول د طالبانو زور نه ښکاره کوي. '

نوموړي پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه ونکړي، او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې وغوښتل چې ولس ته د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي.

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالله عبدالله پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه و نه کړي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو یوه بل نوماند او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د ټاکنیز بهیر له پای ته رسېدو وروسته ادعا وکړه چې ''په نننیو ټاکنو کې پراخه او د شرموونکې درغلي شوې ده.''

نوموړي تور ولګاوه چې له لومړۍ ورځې حکومتي بنسټونو د دوه مخالفو ټاکنیزو ډلو لپاره کمپاین کاوه.

ګلبدین حکمتیار وویل: ''په تېرو ټاکنو کې هم همدې دواړه ډلو، چې وروسته یې د ملي وحدت حکومت جوړ کړ، درغلي کړې وه او بیا یې پایلې هم و نه منلې، او په پای کې یې د حکومت پر ځای شرکت جوړ کړ. د ملي وحدت حکومت دوه شریکانو له یو بل سره لکه د دوه بنو چلند کاوه او په هره خبره کې یې جنجال کاوه. دوی د لویې درغلۍ پلان لري. له ولایتونو نه خبرونه لرو چې درغلۍ ته یې لاره جوړه کړې ده. ځینې ولایتونه یې په لوی لاس نا امنه کړي وو، ځکه دوی هلته پلویان نه لري او د خلکو د ګډون مخه یې نیوله.''

د ټاکنو یو بل نوماند شهاب حکیمي نن د خبریالانو پر وړاندې ګیله وکړه چې په لېست کې یې نوم نه شته او له همدې کبله و نه توانېد چې خپله رایه وکاروي.

نوموړي وویل، ''که د ولسمشرۍ یو نوماند رایه نه شي ورکولی نو فکر وکړئ چې د عامو خلکو به څه حال وي. ''

خو د ټاکنو یو بل نوماند نورالله جلیلي وویل، ''ولس ته ډاډ ورکوي چې په ټاکنو کې هېڅ ستونزه نه وه او نه هم کومه درغلي شوې ده. ''

دغه ټاکنې له دوه ځله ځنډېدو وروسته تر سره شوې. د رایو ورکولو لپاره وروستی وخت د ماسپښین درې بجې ټاکل شوی و، خو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه وخت د دوو ساعتونو لپاره وغځاوه او مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسېد.

حکمتیار

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، تمه کېږي چې د رایو پایلو اعلان به تر دریو اونیو پورې وخت ونیسي. له څه باندې نهه میلیونو کسانو نه چې د رایو ورکولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، څه باندې درې میلیونه یا ۳۵ سلنه ښځینه رایې ورکونکې وې.

د رپوټونو له مخې د رایې پر مرکزونو د بمي بریدونو او توغندیزو بریدونو له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

پنځه کاله مخکې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو وروسته د درغلیو تورونه پورې شول او له څو میاشتې ناندریو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د (ملي وحدت حکومت) له رامنځته کېدو وروسته هغه سیاسي بحران پای ته ورسېد.

دا ځل هم داسې ډېره تمه نه کېږي، چې هر څه به په سمه توګه پای ته ورسېږي. د افغانستان د نژدې ۳۷ میلیونه نفوس له منځه تر لس میلیونو هم لږ کسانو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې وه او له دې هم د لږ کسانو په اړه تمه کېده چې رایې به ورکړي.