افغان ټاکنې: چا ګرم کمپاین وکړ، او څوک غلي وو؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټاکنیزې سیالۍ نن شپه د کابل پر وخت دولس بجې پای ته رسیږي. د یو شمېر نوماندانو ټاکنېزې منډې ترړې ډېرې تودې وې خو، د ځینو نورو بیا په نشت حساب وې.

د پنجشنبې او جمعې پر ورځ به د چوپتیا دوره وي او د شنبې پر ورځ به افغانان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړ شي.

تېرې دوه میاشتې په افغانستان کې ټاکنېزې سیالۍ روانې وې. نوماندانو له خلکو سره خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل او نوې ژمنې یې ورسره وکړې.

د ځينو نوماندانو کمپایني غونډې په پلازمېنه او ولایتونو کې لویې او تودې وې. خو نورو بیا په وړو ناستو بسنه وکړه. ان داسې نوماندان هم وو چې کمپاین يې ونه کړ.

دغه ډله نوماندان وایي خلک یې له کمپاین پرته پېژني او رایه به ورکوي. له لویو ژمنو ورهاخوا نوماندانو تر ډېره پر یو بل نیوکې وکړې.

د افغانستان د ټاکنېزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کمیشنر قطب الدین رویدار وایې په دې موده کې ورسره لسګونه شکایتونه ثبت شوي دي.

دوې میاشتنۍ ټاکنېزې سیالۍ له امنیتي پېښو سره هم مل وې. په پروان کې د ولسمشرمحمداشرف غني کمپایني غونډې ته نژدې په یوې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په پکتیا کې د ګلبدین حکمتیار کمپایني غونډې ته څېرمه راکټونه ولګېدل، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا مرګ ژوبله یې نه درلوده.

په افغانستان کې د فیفا یا ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید له بي بي سي په خبرو وویل، د نوماندانو کمپایني غونډې تر ډېره په کابل او لويو ولایتونو کې راټولې وې.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ليرې پرتو سيمو او نا امنه ولايتونو ته تګ لږ و، خو ځينو نوماندانو د تيلې فون او ويديو له لارې رايه ورکوونکو ته خپل پیغام ورساوه.

ټولو نوماندانو خواله رسنۍ د کمپاین لپاره لوی غنیمت ګڼلې وې. پر سړکونو او څلورو لارو یې هم عکسونه له خپلو شعارونو سره ځوړند کړي وو.

خو په رسنیو کې اعلانونه بیا یوازې تر دریو مخکښو نوماندانو محدود وو.

دوې ورځې وروسته په افغانستان کې تر سره کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۵ نوماندان ولاړ دي او د ټاکنوخپلواک کمیسیون وايي دا ځل ولسمشریزو ټاکنو ته ۹،۶ میلیونه رایه ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.

اوس به نوماندان هيله من وي چې په راتلونکو ٤٨ ساعتونو کې خلک د دوى پر ژمنو او تګلارو تر غور وروسته د شنبې پر ورځ خپله رايه دوى ته ورکړي.