مایک پومپيو: افغان ولسمشرۍ ټاکنې باید رڼې او باوري وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له لوري د افغان ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یوه اعلامیه کې ویل شوي، امریکا او نورو مرستندویانو بیا بیا له افغان حکومته غوښتي چې د شفافو او باوري ټاکنو لپاره چمتوالی وکړي.
اعلامیه زیاتوي افغان رایې ورکونکي چې د سر له خطر سره رایې ورکوي حق لري چې د رایو پایلې هماغسې ووینې چې رایې ورکونکو ورکړې وي او دغه راز هغه اتحادي پوځونه چې افغانانو ته یې د خپل مشرتابه ټاکلو جوګه کېدو لپاره قربانۍ ورکړي، هم د داسې باور درلودلو حق لري.
طالبانو د ټاکنو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړي، خو پخوا یې دغه بهیر تېر ایستونکی بللی او له خلکو یې غوښتي چې ګډون په کې ونه کړي. بل لور ته افغان حکومت ټینګار کوي چې د اوس لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ورته مهمې دي او راتلونکی حکومت به یه یوه پیاوړي دریځه له طالبانو سره د سولې په اړه مذاکرات کوي.
له دې مخکې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۵ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، له امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې یې د ټولو ولایتونو مرکزونوته د ټاکنیزو توکو د لېږد لړۍ بشپړه کړه.
دا کمیسیون وایي چې د ټاکنو له ورځې سره سم به د رایې ورکونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسېږي. د دغه کمېسیون مسولین وایي، ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو پرتله ښې ترسره کړي.
بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې له افغان اړوند ادارو غوښتنه شوې چې د باور وړ ټاکنو تر سره کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کې له کاندیدانو غوښتنه شوې چې اصولو او قواعدو ته ژمن پاتې شي او دغه راز د طالبانو په ګډون په جګړه کې له ټولو ښېکلو اړخونو غوښتنه شوې چې افغان رایې ورکوونکي پرېږدي چې د هر ډول ګواښ، برید او وېرې ترهې پرته د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي. په اعلامیه کې ویل شوي:
''موږ په سختۍ سره د طالبانو هغه ګواښونه غندو چې نن یې پر ټاکنیزو کارکوونکو او رایې ورکوونکو د بریدونو په تړاو کړي. ''

اعلامیه کې د رایې ورکوونکو ډارولو یا ګواښلو هره هڅه پر ولسواکۍ برید بلل شوي دي. په اعلامیه کې د افغان امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ اعلان شوی چې د اعلامیې په ټکیو: هره ورځ او هره شپه د سولې او ثبات لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکوي.
په همدې حال کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د ورځې او د رایې ورکونې د مرکزونو خوندیتوب ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، ۷۲ زره امنیتي کسان یې د ټاکنو د ورځې او د ټاکنو د مرکزونو امنیت ته ګومارلي او ۳۰ زره نور د چمتووالي یا ریزرف په حالت کې دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، تردې مهاله امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ۱۳۰ کمپایني غونډو امنیت نیولی.








