ټاکنو کمېسیون: د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزتوکو لېږد بشپړ شوې

د ټاکنو له ورځې سره سم به د رایې ورکونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو له ورځې سره سم به د رایې ورکونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، له امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې یې د ټولو ولایتونو مرکزونوته د ټاکنیزو توکو د لېږد لړۍ بشپړه کړه.

دا کمیسیون وایي چې د ټاکنو له ورځې سره سم به د رایې ورکونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسېږي.

د دغه کمېسیون مسولین وایي، ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو پرتله ښې ترسره کړي.

د دغه کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د امنیتي او دفاعي ادارو له ویاندویانو سره یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، د ولایتونو مرکزونو ته د دغو توکو د لېږد لړۍ بشپړه شوې او اوس دغه توکي ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

دی وايي: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون رڼو او مطلوبو ټاکنو هر اړخېز چمتوالی لري، هڅه مو دا ده چې دا ځل ټاکنې متفاوتې ترسره کړو، له نېکه مرغه چې له مهالوېش او عملیاتي پلان سره سم ټول حساس او غیر حساس ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزو ته لېږدول شوي، له دوو ورځو راهیسې له مرکزونو ولسوالیو ته د دغو توکو د لېږد بهیر پيل شوی، دا بهیر به د تلې تر پنځمې یا له ټاکنو یوه ورځ مخکې مهال پورې دوام ولري."

په همدې حال کې امنیتي او دفاعي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د ورځې او د رایې ورکونې د مرکزونو خوندیتوب ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، ۷۲ زره امنیتي ځواکونه یې د ټاکنو د ورځې او د ټاکنو د مرکزونو امنیت ته ګمارلي او ۳۰ زره نور د چمتووالي یا ریزرف په حالت کې دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، تردې مهاله امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ۱۳۰ کمپایني غونډو امنیت نیولی.

دا چې له دومره چمتووالي سره- سره د رایې ورکونې د مرکزونو شمېر له څه باندې پنځه نیم زرو نه نژدې پنځو زرو ته ولې راټیټ شو؟ ښاغلي رحیمي یې په اړه وویل:

"۴۹۴۲ هغه مرکزونه دي چې په ټول افغانستان کې دي، دا د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریک شوي، ټول امنیتي، دفاعي، کشفي او استخبارات به د دغه مرکزونو امنیت څرنګه چې لازمه ده نیسي .دغه شمېر چې راکم شوی اسیپ پذیره سیمې وې، خو په ورته وخت کې محلونه بېرته زیات شوي دي."

رحیمي وایي، تردې مهاله امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ۱۳۰ کمپایني غونډو امنیت نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رحیمي وایي، تردې مهاله امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ۱۳۰ کمپایني غونډو امنیت نیولی

طالبانو د ټاکنو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړي، خو پخوا یې دغه بهیر تېر ایستونکی بللی او له خلکو یې غوښتي چې ګډون په کې ونه کړي.

بل لورته د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ټاکنو د امنیت لپاره یې د طالبانو پر ضد جګړه توده کړې او د دوی په خبره تېرو څو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې له طالبانو ۸ ولسوالۍ بېرته نیولې.

که څه هم حکومت دا یوه لاسته راوړنه او پرمختګ بولي، خو تېرو څو ورځو کې په تخار او فراه کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې.