ولسمشریزې ټاکنې: لګښت یې نژدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي

ټاکنې

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د دوی د اټکل له مخې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لومړنی لګښت به ۱۹۲ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون یوه غړی مولانا محمد عبدالله وايي، د نړیوالو ادارو تر څنګ به افغان حکومت هم د دغه لګښت یوه برخه پر غاړه واخلي. هغه وايي:

''دغه دواړه سرچینې همکارې دي، خو د دوی همکارۍ د ټاکنو کمېسیون له لوري د لګښتونو مشخصې طرحې پورې تړلې دي. ''

له دې مخکې ویل شوي وو، چې د ټاکنو لپاره د لګښت پیسو موندلو کې ستونزې شته او تمویلونکو ادارو خپلې مرستې په دغه بهیر کې په اصلاحاتو پورې تړلې دي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان امنیتي ادارې وايي، د ټاکنو امنیت خوندیتوب ته ژمن دي

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به له پروګرام سره سم د روان کال تلې یا میزان میاشتې پر شپږمه نېټه کېږي.

د افغانستان پارلماني ټاکنو لګښت چې د تېر کال تلې میاشت کې وشوې، ۱۲۰ میلیونه ډالره و، چې ۱۱ میلیونه یې افغان حکومت ورکړ.

د افغان ټاکنو ډېر لګښت د ټاکنیزو موادو پر پېرلو او د تجهیزاتو پر لېږدولو او دغه راز د ټاکنو بهیر کارکوونکو پر حق الزحمه کېږي.

بل لور ته همدا نن 'پنجشنبه مارچ ۲۸ ' د افغان امنیتي ادارو او ټاکنو خپلواک کمېسیون تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنیزو موادو لېږد رالېږد او د کارکوونکو حق الزحمه د لګښتونو یوه برخه ده

په دې مناسبت یوې غونډې ته وینا کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت چار سمبالي مسعود اندرابي وویل، 'د هېواد امنیتي ځواکونه د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیت خوندي ساتلو ته ژمن دي. '

نوموړی وايي، د تېرو ټاکنو نیمګړتیاوو ته په پام سره به د نوم ثبتولو له بهیره نیولې بیا د موادو انتقال، کاندیدانو امنیت او د رایې اچوونې تر پړاوه پورې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت خوندیتوب باوري شي.