غني: "ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي پارلماني ټاکنې هرو مرو کېږي، خو دا ټاکنې باید رڼې او عادلانه وي.
ولسمشر غني وویل، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په اساسي قانون کې د ځانګړې شوې نېټې له مخې ترسره شي او له ټاکل شوې مودې وروسته یوه ورځ هم په واک کې نه پاتې کېږي.
ښاغلي غني د ټاکنو کمیسیون له مسؤولینو هم وغوښتل چې ټاکنو ته چمتووالی ونیسي. د قانون له مخې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته شاوخوا یو کال پاتې دی.
ده وویل، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې باید د ۱۳۹۸ کال له جوزا میاشتې وړاندې وشي.
سیاسي او جهادي مشران په ارګ کې د ثور د اتمې یا کابل ته د مجاهدینو د راتګ د ۲۶ مې کلیزې لمانځغونډې ته را ټول شوي وو، خو ولسمشر په کې د ټاکنو بحث راپورته کړ. محمد اشرف غني ډاډ ورکړ چې له ټاکل شوې قانوني مودې وروسته یوه ورځ هم په واک کې نه پاتې کیږي.
د افغانستان د اساسي قانون په یوشپیتمه ماده کې راغلي چې "د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي او د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنې هم د ولسمشر د کار له پای ته رسېدو مخکې د دیرشو او شپیتو ورځو په موده کې ترسره کیږي."
په قانون کې د ولسي جرګې کاري دوره هم پنځه کاله یاده شوې، خو د اوسنیو وکیلانو د کار اته کاله تیریږي. اوس د ټاکنو کمیسیون پتیلې چې نژدې شپږ میاشتې وروسته د تلې په ۲۸ مه نیټه پارلماني ټاکنې وکړي. ولسمشر د ټاکنو له کمیسیون او څارونکو بنسټونو وغوښتل چې دغه بهیر کې چا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
راتلونکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د افغان حکومت پر وړاندې له لویو ننګونو ګڼل کیږي. د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر ته د خلکو کمه لېوالتیا او دې بهیر ته د طالبانو ګواښونه هغه څه دي چې له وړاندې یې د ټاکنو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي دي. د ټاکنو کمیسیون او حکومت بیا هوډ لري چې تر خپلې وسې به د دغه بهیر خوندیتوب او روڼوالي ته کار کوي.
د اشرف غني دا خبره په داسې مهال ده چې د ولسي جرګې او ولایتي شورا ټاکنو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده.
ناامني او کارتونه هغه څه بلل کېږي چې ښايي په دې بهیر کې بیا درغلیو ته لار جوړه کړي.
د پارلمان ځینې غړي نیوکه کوي چې حکومت په دې ټاکنو کې د لاسوهنې پلان لري.
خو ولسمشر غني وویل چې حکومت دې ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي، خو له پارلمان هم هیله لري چې لاسوهنه ونه کړي.
د نوموړي په خبره، ټاکنیزې سیالۍ ته لار جوړه ده او هرڅوک له دې لارې سالم رقابت کولی شي.
"راځئ وګورو چې د ملت ارداه څه ده او چا ته رایه ور کوي".
هغه دا هم وویل، چې، د والي، د امنیه قومندان او نورو په مقررۍ کې لاسوهنه هم د منلو نه ده.
دا هغه څه دي چې وخت ناوخت یې وزیران را پورته کوي او پر وکیلانو تور لګوي چې د دوی د مقررۍ غوښتنې کوي.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې ولسمشرۍ ټاکنې به هم په خپل وخت وي:
"زه یوه ورځ هم د دې هیله نه لرم چې دې دنده کې د ولس له ارادې پرته یوه ورځ هم پاتې شم".
هغه دا هم وویل، چې اساسي قانون کې کومه نېټه د ولسمشر لپاره راغلې هغومره موده به واک کېږي او دا وخت له هغې نېټې نه حسابوي چې دی ولسمشر شوی دی.
ولسمشر غني د ۲۰۱۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو څو میاشتې وروسته واک خپل کړ.








