ولسمشرۍ ټاکنې: ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لېږد پیل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په رسمي ډول ولایتونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد بهیر پيل کړ. په لومړي سر کې دریو لوېدیځو ولایتونو، هرات، بادغیس او فراه ته دغه توکي ولېږدول شول.
په دغو توکو کې د بایومتریک وسیلې، رای پاڼې، د ګوتو رنګ، د پایلو پاڼې، د رایه ورکوونکو نوملړ او د شکایتونو فورمې شاملې دي چې کمېسیون ورته د حساسو توکو نوم ورکړی.
د ټاکنو کمېسیون د مهالویش له مخې ولایتونو ته د موادو لېږد به شاوخوا دوې اونۍ دوام مومي او وروسته بیا دا توکي د ولایتونو له مرکزونو د رایې ورکولو مرکزونو ته لېږدول کېږي.
چارواکي وايي، د ټاکنیزو توکو لېږد په څو پړاونو کې ترسره کېږي.
نژدې او امن ولایتونو ته ټاکنیز توکي له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د ځمکې له لارې، خو ناکرارو او لرې پرتو ولایتونو ته به د هوا له لارې لېږدول کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ په یوه خبري ناسته کې وویل، هڅه یې دا ده چې ټاکنیز توکي په خپل وخت ولایتونو او بیا د رایو مرکزونو ته ولېږدوي.
په ټول افغانستان کې د رایه ورکولو د څه باندې ۷ زره مرکزونو له ډلې نژدې پنځه زره یې د ټاکنو په ورځ پرانیستل کېږي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نژدې یوه میاشت پاتې ده او د کمېسیون له چمتوالي سره-سره لا هم داسې شکونه شته چې ټاکنې به د تلې په شپږمه ترسره شي او که نه؟

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
د دغو ټاکنو یو شمېر نوماندانو ویلي، که راتلونکو څو ورځو کې له طالبانو سره د سولې په هکله تړون وشي، ټاکنې ځنډیدای شي.
خو د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یوشمېر نور نوماندان بیا وایي، سوله او ټاکنې دوه جلا بهیرونه دي او یو پر بل باید اغېز ونه کړي.
نن 'جمعه اګست ۳۰ مه ' هم یوشمیر نوماندانو لکه عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل، سید نورالله جلیلي او احمدولي مسعود کابل کې د کمپاین غونډې جوړې کړې وې.








