ولسمشرۍ ټاکنې او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اندېښنې

- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له وخت مخکې کمپاینونو او د ملاتړې نوم لیکنې په بهیر کې په بې نظمي اندیښنه ښيي.
کمیسیون وايي، دا وخت دوی په دې اړه د ور رسیدلو شکایتونو پر څیړلو او د ولسمشری هغو کاندیدانو ته د سپارښتنو پر لیږلو بوخت دي چې په بېلابېلو پلمو يي ټاکنیزې هڅې چټکې کړې.
د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې د ټاکنو لپاره رسمي کمپاین د زمري یا اسد د میاشتې له ۶ پیل او د تلې د میاشتې په دریمه پای ته رسیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارلانشا رییس چمن شاه اعتمادي وايي د شکایتونو له څيړلو او د سپارښتنې، خبرداري او نغدي جریمې وروسته دوی د کاندیدانو د برخلیک په اړه د پرېکړو واک لري:
"تر اوسه موږ له وخت مخکې د کمپاینونو په اړه دوه یا درې موارده تایدولای شو چې د شکایتونو په کمېسیون کې ثبت شوي خو لا څېړل شوي نه دي ځکه موږ لا هم د شکایتونو د ثبت په حالت کې یو او وروسته بیا هر شکایت څو پړاوه لري تر دې چې کمېشنران يي په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي، د کمیشنرانو له پرېکړې وروسته به سرغړونکي هرومرو جزا وویني."
دغه کمېسیون که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وایي ځینې کاندیدانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپایني پاڼې جوړې کړې او د کمپاینونو لپاره يي سفرونه او له خلکو سره لیده کاته هم ډېر کړي.
د ټاکنو کمیسیون د نوملړ له مخې را روانو ټاکنو ته چې ټاکل شوي د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه تر سره شي ۱۸ کاندیدان ولاړ دي.
هغه ټاکنې چې په تړاو يي د خلکو له ګډون نیولي بیا په رڼه ډول د ترسره کیدو او امنیت په اړه بېلابېلې اندیښنې دي.

د ټاکنو کمېسیون د نورو هڅو تر څنګ د خلکو ونډې د ډيریدو لپاره د ملاتړي ثبت په نوم د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر هم تر سره کړ چې تېره اونۍ بشپړ شو
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالنشا رییس چمن شاه اعتمادي وايي چې د ملاتړې نوم لیکنې په اړه هم شکایتونه ور رسیدلي چې ډېر يي یو ځل بیا د خلکو محرومیت ښکاره کوي
دا نوم لیکنه له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې وشوه چې د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې پکې نږدې دری نیم لکه رایه ورکونې ته نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو څارونکو بنسټونو له ډلې يي فیفا ویلي ملاتړي نوم لیکنه هم لکه د تېر په څير له ستونزو ډکه وه.
دغې بنسټ هم له وخته مخکې د ولسمشرۍ د ځينو کاندیدانو په کمپایني منډو ترړو اندیښنه ښودلي.








