کمیسیون: دا ځل به د ټاکنو پر ورځ لومړنۍ پایلې مالومې شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی به د نویو بایومټریک الاتو له لارې د ټاکنو د ورځې په پای کې لومړنۍ پایلې معلومې کړای شي.
د رایه ورکولو په ټولو نژدې ۳۰ زره مرکزونو کې به د بایو مټریک یوه -یوه وسیله موجوده وي او د هر مرکز لپاره به یوه اضافي وسیله هم وي.
د ټاکنو کمېسیون وړاندوینه کړې چې د رایه ورکړې ۹۰ سلنه مرکزونه به د انټرنیټ تر پوښښ لاندې سیمو کې وي.
د ټاکنو د کمېسیون چارواکي وایي، له تېرو ټاکنو په درس اخېستو یې دا ځل له تخنیکې پلوه داسې تابیا نیولې چې د ټاکنې له ورځې څو ساعته وروسته به لومړنۍ پایلې معلومې کړای شي.
د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ بي بي سي ته وویل، دوی ته د ټاکنو ورځې په پای کې بایومټریک وسیلې په ډیجیتلي ډول د رایو پایلې او دغه راز د پایلو د پاڼو انځورونه لېږدوي چې دوی ترې لومړنۍ پایله معلومولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو کمېسیون وایي چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې ټولټال ۳۸ زره بایومتریک وسیلې چمتو کړي چې نژدې ۳۰ زره به یې د رایه ورکړې په همدې شمېر مرکزونو کې کاریږي او پاتې اته زره نورې به د احتیاط لپاره په مرکزونو ویشل کېږي.
دغه وسیلې د رایه ورکولو پر ورځ انټرنیټ سره له نښلولو پرته کار کوي، خو کله چې رایه ورکول پای ته رسېږي، وسیله قلف کېږي چې د انټرنیټ تر پوښښ لاندې هغه یې خپل مواد په اتومات ډول د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو زېرمې ته لېږدوي.
د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي، هغه وسیلې چې د انټرنیټ له پوښښه بهر وي، د انټرنیټ سیمې ته په رسېدو په اتومات ډول خپله ډاټا مرکز ته لېږدوي.
د بایومټریک نوې وسیلې د رایه ورکوونکو لېست د زېرمه کولو وړتیا هم لري، هغه لېست چې پخوا به د مرکزونو په دیوالونو ځړېده. دا چې د بایومټریک اوسنۍ وسیلې له هغو نورو سره چې په تېرو ټاکنو کې کارول شوې وې څه توپیر لري؟

د بایومټریک د چمتو کولو په مرکز کې د دغو وسیلو تخنیکي مسئول ذبیح الله بارکزی وايي:
"په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم د روڼوالي په موخه له بایو مټریک وسیلو نه د رایې ورکولو پرمهال ګټه واخېستل شوه، خو پر دې سیسټم ډېرې نیوکې وشوې او لکه څنګه چې ورته تمه وه، هسې کار یې ونه کړ."
اوس د ټاکنو کمېسیون وایي، د بشپړ وخت له امله څه نا څه ډاډه دي چې دا ځل به له تخنیکي پلوه کومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شي، خو زیاتوي، د ټکنالوژی فلسفه دا ده چې کارولو کې یې مخکې له مخکې سل په سله ډاډ نه شي ورکول کېدای.









