د ټاکنو کمېسون؛ ولایتونو ته ټاکنیز مواد رسول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت صمیمي
- دنده, بي بي سي، کابل
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون چارواکي وایي؛ ولایتونو ته د رای پاڼو، رنګ، صندوقونو او نورو حساسو انتخاباتي موادو د لېږدولو بهیر بشپړ شوی دی.
د ولسي جرګې دا ټاکنې د تلې یا میزان په ۲۸ کېږي.
د دغه کمېسون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل چې د ولسوالیو لپاره د ټاکنیزو موادو بېلول پيل شوي او ډېر ژر به دا توکي د امنیتي ادارو په مرسته ولسوالیو ته ورسول شي.
"نږدې وخت کې به امنیتي ځواکونه اول لرې ولسوالیو ته بیا نږدې ولسوالیو ته دا مواد رسوي".
د دې ټاکنو د روڼتیا لپاره افغان حکومت وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د رایې ور کولو په ورځ بایومتریک وکاروي.
ښاغلی هاشمي وايي، چې د ۲۲ زره بایومتریک وسیلو له ډلې څه باندې ۱۶ زره یې د ټاکنو کمیسیون ترلاسه کړې دي.
"تراوسه ۱۶ زره وسیلې کابل ته رسېدلې دي، سرورونه یې هم د ټاکنو کمېسون ته رسېدلي دي، یوه اندازه بایومټریک پاتې ده، همدارنګه پاور بانک پاتې ده، خو ژمنه شوې چې نن د شپې یا سبا لس بجو پورې بشپړ شي".
نوموړی دا هم وايي، چې د دې بایومتریک د کارولو لپاره روزنه هم پیل شوې ده.
امنیت ساتل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پارلماني ټاکنو لپاره د اوپراتیفي چمتووالي ترڅنګ د امنیت ټینګول یوه بله لویه ننګونه ده.
امنیتي ادارې وایي چې د ټاکنو ورځې امنیتي پلان چمتو شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي ارګانونو د ټاکنیزو موادو خوندي لېږدول، د رای ورکونې د مرکزونو او محلونو امنیت ساتلو، د رای ورکوونکو او ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت ټینګولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي رحیمي وویل چې ۵۴ زره دولتي سرتېرو ته دنده ورکړل شوې چې د ټاکنو ورځې امنیت وساتي.
"د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت سره په ګډه مو د دې ملي پروسې د امنیت د ټینګښت لپاره خپل اقدامات کړي او ټول افغانستان کې سرتېري لومړۍ درجه احضاراتو کې دي د پنځه زره سلو مرکزونو او ۲۱ زره محلونو لپاره څلور پنځوس زره سرتېري ګومارل شوي چې امیت یې ونیسي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو په درشل کې په افغانستان او په تېره بیا پلازمینه کابل او ختیځ ولایت ننګرهار کې د دولت مخالفینو بریدونو ډېرېدو سره، د ټاکنو امنیت، د دولت پروړاندې یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.
په دغه هېواد کې نړیوالو ځواکونو هم ویلي چې د دولتي ځواکونو ترڅنګ به د ټاکنو ورځې په امنیت ټینګولو کې ونډه واخلي.
خو سره له دې چې امنیتي ادارې د ټاکنیز بهیر د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي، لا هم د رای ورکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي.








