کمیسیون: نه غواړو چې یوه ورځ دې هم ټاکنې وځنډېږي

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رایه ورکولو پر ورځ به په څه باندې پنځه زره مرکزونو کې د رایه ورکونې کابو شل زره محلونه پرانستي وي.
    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د تلې میاشتې د اته ویشتمې پارلماني ټاکنې ورته سرې کرښې دي او نه غواړي چې له دې نېټې یوه ورځ هم وځنډېږي.

د دغه کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد نن چارشنبه سپتمبر ۱۹ مه په یوه غونډه کې له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو وغوښتل چې په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا وایي، د ټاکنو د احتمالي ځنډ عاملین به هغه کسان وي چې اوس د دوی په باور، په ښکاره د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون او یو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ روانو نانندریو په ملي او نړیواله کچه د ټاکنو د ځنډ اندیښنې رامنځ ته کړې، خو ټاکنیز بنسټونه وایي، دوی له خپله اړخه د ټاکنو په وخت ترسره کېدو ته بشپړ چمتووالی لري.

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د یوشمیر سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو په غونډه کې وویل چې د ټاکنو ځنډ په هیڅ ډول ورته د منلو نه دی.

ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې په خپل وخت د ټاکنو د ترسره کولو ډاډ ورکوي چې ځینې سیاسي ګوندونو په یوشمېر ولایتونو کې اعتراضونه پيل کړي دي.

دغو ګوندونو د کمېسیون یوشمېر دفترونو دروازې هم وتړلې چې ځینې یې بېرته پرانستل شول، خو بلخ او کندهار کې لا هم تړلي دي. دغه ګوندونه وایي چې اعتراضونه یې د دې لپاره دي چې ټاکنو کمېسیون د دوی په خبره د درغلیو په نیت له بایومیتریک سیستمه کار وانخیست.

د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد بیا وایي، هڅه یې داده چې لږ تر لږه د ټاکنو په ورځ له بایومیتریک سیستمه کار واخلي. هغه وویل:

''د سیاسي ګوندونو له مشرانو، مدني ټولنو او ټولو افغانانو مو هیله دا ده، چې د ټاکنو کېدو لپاره د ټولو ګډ ارمان پوره کېدو کې همکاري وکړي. ''

د ولسي جرګې ټاکنې یوه میاشت وروسته د تلې میاشتې پر اته ویشتمه نیټه کېږي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي وایي، د ټاکنو د هر ډول احتمالي ځنډ عاملین به هغه کسان وي چې د ده په خبره اوس د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړوي:

''هر هغه څوک چې په راتلونکو ټاکنو کې د کړکیچ د رامنځ ته کېدو او د دغه بهیر د ځنډیدو لامل کیږي، باید پوه شي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به د خلکو، سیاسي ګوندونو او خپل وجدان پر وړاندې مسوول نه وي، د ټاکنو د ځنډ مسوولیت به د هغو کسانو پر غاړه وي چې اوس یې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، خلک باید فکر ونه کړي چې عامل مونږ یو، ما مخکې وویل چې مونږ هر اړخیز چمتوالی لرو. ''

افغانستان

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN

د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، هڅه یې داده چې لږ تر لږه د ټاکنو په ورځ له بایومیتریک سیستمه کار واخلي.

د ټاکنو کمېسیون وایي، د شاوخوا نهه میلیونه رایه ورکوونکو د نوملړ چاڼول یې هم پیل کړي چې له دې سره به هغه نومونه له لیسته لرې شي چې څو ځله یې نوم لیکنه کړې ده.

د رایه ورکولو پر ورځ به په څه باندې پنځه زره مرکزونو کې د رایه ورکونې کابو شل زره محلونه پرانستي وي.

ټاکنو کمېسیون که څه هم هوډ لري چې په دغو محلونو کې رایه ورکوونکي بایومیتریک کړي، خو دا چې ټاکنو ته یوه میاشت پاتې ده او تراوسه دغه کار ته کارکوونکي روزل شوي هم نه دي، دا چاره یو څه ګرانه ښکاري.