ټاکنیز کمیسیون: د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې افغانستان کې پارلماني ټاکنو ته نژدې درې میاشتې پاتې، ځینو لویو سیاسي ګوندونو د ټاکنو له کمیسونه د رای ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر باطلولو غوښتنه کړې چې وايي له الکترونیک سیستم سره دې بېرته له سره پیل شي.
د ټاکنو کمیسیون د دوی دا غوښتنه نه عملي کېدونکې او ټاکنیز بهیر د کړکېچ لوري ته بېول بللي دي.
د افغانستان راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نژدې نهه میلیون رای ورکوونکي د خپلو تذکرو (پېژندپاڼو) له لارې ثبت شوي.
د شنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو په خبرپاڼه کې د رای ورکوونکو د نوملیکنې اوسنی بهیر د وخت ضایع کول او د میلیونونو ډالرو بې ځایه لګول او دا بهیر "نیمګړی او درغلیو ته لار هواروونکی" بلل شوی.
دوی د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر له سره پیلېدل او د ګوتو په نښې ثبتول غواړي.
افغانستان کې ټاکنو ته د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د تېرې وري/حمل میاشتې پر ۲۵مه پیل شو چې د چنګاښ تر نیمايي یې دوام وکړ.
د ټاکنیز کمیسیون غبرګون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی او ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، اوس د ټاکنیز قانون او د سیستم بدلولو وخت تېر شوی او د تلې ۲۸ ټاکنو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.
دی وايي، د سیاسي ګوندونو د غوښتنې منل ټاکنو ته ټاکل شوې نېټه له ستونزو سره مخامخوي او دا غوښتنه یې نه عملي کېدونکې ده.

د عکس سرچینه، Arg
ښاغلي هاشمي له دغو سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې له کمیسیون سره همکاري وکړي او خپل څارنیز رول لا پیاوړی کړی.
په پام کې ده چې د افغانستان پارلماني ټاکنې د راتلونکې میزان/تلې میاشتې وروستیو کې وشي.
د افغانستان پارلماني ټاکنې تر خپل وخت درې کاله ځنډول شوې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانو ته ټاکنې کېږي.








