پارلماني ټاکنې: د شکایتونو کمېسون "۵۰۰۰ څارونکي" ګوماري

د عکس سرچینه، Reuters
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون د لومړي ځل لپاره پتیلې ده چې د ولسي جرګې ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو په هر مرکز کې خپل استازی ولري، چې شمېر به یې نږدې پنځو زرو کسانو ته رسېږي.
چارواکي وايي د رایو ورکولو په ټولو مرکزونو کې د دغه کمېسون د استازو فعالیت به د ټاکنو پر روڼوالی او رواتوب یا مشروعیت مخامخ اغیز ولري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون د غړي دستګیر هدایت د بي بي سي له خبریالې زمزمې نیازۍ سره خبرو کې وویل، په دې سره به د رایې ورکولو په ټولو څه باندې پنځه زره مرکزونو کې د ټاکنیز شکایتونو استازي حضور ولري.
"د درغلۍ د مخنیوي لپاره د لومړي ځل لپاره موږ د رایې ورکولو په ټولو مرکزونو کې خپل څارونکي پر دنده ګومارو. دوی به شکایتونه تر لاسه کوي او اړونده اجرائات به ترسره کوي".
دې ګام ته د داسې یوه پرمختګ په سترګه کتل کیږي چې د ټاکنو پر روڼوالي به اغیز ولري.
دغو استازو ته دنده او واک ورکړل شوی چې ځینې شکایتونه په هماغه ځای کې وڅيړي.
له دې وړاندې دا شکایتونه د ټاکنو کمېسون ته وړاندې کېدل چې د چارواکو په وینا ځینې په خپله د همدې کمېسون په اړه و.
دستگیر هدایت هم وايي، له بده مرغه د ټاکنو کمېسون دا ډول شکایتونه په سمه توګه نه اداره کول او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ته نه رسېدل.
د پنځو ورځو دنده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو لپاره دا کارمنان د ټاکنو ورځو کې ګومارل کېږي او د پنځو ورځو لپاره دنده ورکول کیږي.
په ټاکنیزو مرکزونو کې د شکایتونو د کمیسیون استازي به د هرې ولسوالۍ په سطحه د ناظم له خوا څارل کیږي او ناظم د ولایت پر کچه د کمیسیون دفتر ته رپوټ ورکوي.
دا چې څه ډول پر لنډمهاله کارکوونکو اعتماد کیدای شي او د دوی له خوا د ممکنه درغلۍ او یا تر اغیز لاندې راتللو ستونزې ته به څه ډول لاره په پام کې نیول کیږي.
ښاغلي هدایت له بي بي سي خبرو کې دا ومنله چې دا ډول ستونزې او خطر شته.
خو دی وايي دا ځل هڅه شوې چې د لنډ مهاله کارکوونکو په اړه دقیق معلومات تر لاسه شي او لکه د تېر په څیر نامعلومه کسان نه وي چې د ټاکنو په پای ته رسیدو دوی بیا هم مسؤولیت ونه لري.
په پام کې ده نولس ورځې وروسته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي. پر دې ورځ په پام کې ده چې د رایې ورکولو څه باندې پنځه زره مرکزونه پرانستې چې هر مرکز د رایې ورکولو څو محلونه لري. د محلونو شمیر شاوخوا یو ویشت زره ښودل شوی دی.
افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې میاشتې اته ویشتمه د پارلماني ټاکنو ورځ ټاکلې او وايي له دې نېټې یوه ورځ هم انتخابات نه ځنډېږي.








