"زرګونه کسان د رایه ورکوونکو له لېسته ایستل شوي"

ټاکنې

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ټاکنو کمسیون وایي، له لېسته ایستل شوي کسان د اعتراض حق لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۱۲۰ زره کسانو نومونه د رایه ورکوونکو له لېسته ایستل شوي دي.

یاد کمیسیون د یکشنبې پر ورځ د نورو ۱۰ ولایتونو د رایه ورکوونکو لېست هم اعلان کړ.

په دې لېست کې د بادغیس، بلخ، بامیان، کندهار، خوست، کندز، لغمان، لوګر، نیمروز او سمنګانو ولایتونه شامل دي.

یاد کمیسیون تر دې وړاندې هم د ۱۴ ولایتونو لپاره د رایه ورکوونکو لېست اعلان کړی و.

د کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، له دغه ۱۴ ولایتونو څخه ۱۲۲۰۰۰ کسان له لېسته لېري کړل شوي دي.

خو ښاغلی سادات وویل چي دا خلک د اعتراض حق لري.

بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون بي بي سي ته ویلي، د ټاکنو پر ورځ د ګوتو د نښانونو د اخیستلو لپاره ۷۰ سلنه څیړنې بشپړې شوې دي.

کمیسیون همدارنګه وویل چي د عکاسۍ او بایو مېټریک سیستم کارولو لپاره ۲۲ زره ماشینونه دې ادارې ته ورکړل شوي دي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني د ټاکنو پر ورځ د بایومېټرک سېسټم کارولو ستاینه کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د بایو مېټرک سېسټم کارول یو لوی ګام دی.

ولسمشر غني د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه ګام ستاینه کړې.

نوموړي ویلي:

"د ټاکنو د کمیسیون څخه مننه کوو چي ستر نوښت يي وکړ. له بایومېټریک سېستم څخه ګټه اخیستل د دوی نوښت و. دا یو ستر ګام دی. د دې سېسټم مانا داده چي هم يي د ګوتو نښان اخیستل کیږي، هم يي عکس اخیستل کیږي ، هم د تذکرې او هم د سټېکر عکس اخیستل کیږي. دا هغه ستر جنجالونه چي موږ په تېرو ټاکنو کې لرل ایسته کوي. نو زه ورته مبارکي وایم".

د تېرې شنبې پر ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم اعلان وکړ چې د ټاکنو پر ورځ به بایومېټرک سېستم کارول کېږي.

څو اونۍ مخکې د افغانستان د ملي ائتلاف غړو، چې له ۳۰ سیاسي ګوندونو او خوځښتونو جوړ دی، په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو د کمیسیون دروازې وتړلې.

د دوی له غوښتونو یوه هم په پارلماني ټاکنو کي د درغلیو د مخنیوي لپاره د بایومېټریک د کارول دي.

خو افغان حکومت په هرات، ننګرهار او بلخ کې د یاد کمیسیون دفترونه بېرته پرانیستي.

په پام کي ده چې د افغانستان پارلماني ټاکنې د تلې د میاشتي پر ۲۸مه نېټه ترسره شي.