افغان ټاکنې: تر دې دمه امنیتي پېښې او مرګ ژوبله

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د شنبې ورځې سهار اووه بجې پیل شوې او خلک د دې ورځې په سهار اوو بجې د رایو مرکزونو ته ولاړل. په دې ټاکنو کې که څه هم امنیتي چارواکو د رایو د مرکزونو د امنیت لپاره د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی و خو بیا هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې امنیتي پېښو او د مخالفینو بریدونو مرګ ژوبله لرله.
افغان پولیس وايي، د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د رایو په یوه مرکز د طالبانو له خوا یو توغندی توغول شوی چې د دې مرکز ترڅنګ په یوه کور کې یې یوه مېرمنه وژلې او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.
په کندهار کې غبرګو چاودنو ۱۷ تنه ټپیان کړي، خو رپوټونو کې ویل شوي، په کندهار کې ګڼ شمېر ښځې لیدل شوې چې د رایې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړې وې.
چارواکو ویلي د ننګرهار سره رود امرخېلو ليسه کې د يوې مرمۍ چاودېدلې، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي. تراوسه په جلال اباد ښار کې په ۴ چاودنو کې د ۶ تنو ټپي کېدل تائيد شوي دي.
د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د رایې ورکونې په یوه مرکز کې چاودنې یو سرتېری سرسري ټپي کړی دی. همدارنګه د کابل پولیس وايي، د دې ښار اتمه ناحیه شاه شهید سیمه کې د ماین چاودنه شوې چې تلفات یې نه لرل.
په اتمه ناحیه خیرخانې سیمه کې د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل شوي دي. د کابل ښار په ۱۱مه حوزه په پروژه جدید سیمه کې د رایې ورکونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې. د دې ښار په کارته نو سیمه کې هم د چاودنې غږ اورېدل شوی.
په پکتیا کې د بي بي سي خبریال وايي د دې ولایت په ولسوالیو کې د رایو پر مرکزونو کې راکټونه لګېدلي خو چارواکو ورته ویلي چې تلفات نه لري.
خبریال وايي، د دې ولایت احمداباد ولسوالۍ کې ټاکنو مرکز سره نږدې په یوه کور د هاوان درې مرمۍ لګیدلي، د فېروزخېلو کلي اوسیدونکي وایي، یوه نجلۍ يې ټپي کړې ده.
په اروزګان کې یو قومي مشر معلم غفور وايي د یوه توغندي په توغېدو سره یوه مېرمنه او یو ماشوم وژل شوی، درې مېرمنې او ۴ماشومان بیا ټپیان دي .
همدارنګه د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د درېیو توغندیو په توغېدو سره د یوه ماشوم په ګډون څلور ښځې ټپیانې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا د ټاکنو کمېسیون وايي، په ځینو ولایتونو کې د ټیلیفوني شبکو د خرابوالي له امله نه شي ویلای چې دقیق څومره مرکزونه بند پاتې دي او څومره ناوخته پرانیستل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ویلي چې طالبان په دې وروستیو کې سخت ځپل شوي دي او د دې وړتیا نه لري چې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
دا وزارت وايي، تر اوسه جدي پېښې نه دي رامنځته شوې چې دا پروسه آن په یوه مرکز کې هم له خنډ سره مخ کړي خو یوازې د کابل په ۱۲مه او ۸ مه حوزه کې یوازې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
وسله وال طالبان بیا ادعا کوي تر دې دمه پر انتخاباتي بهیر ټولټال (۳۱۴) لوی او واړه بریدونه شوي، ۲ ولسوالۍ، ۱ بېس، یوه حوزه او ۵ پوستې یې نیولي ۲۵۲ تنه عسکر او پولیس مړه او ژوبل دي.








