افغان ټاکنې: پاکستان دوه ورځو لپاره د تګ راتګ لارې تړي

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستاني حکومت اعلان کړی چې افغانستان کې د ټاکنو په ورځو کې د امنیت ټینګښت لپاره له دغه هېواد سره د تګ راتګ لارې تړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي، ' 'افغانستان کې ټاکنو ته په پام سره به د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې اوږدو کې امنیتي تدبیرونه زیات شي. ''

اعلامیه کې ویل شوي، دې لړ کې به د پنجشنبې (سپتمبر ۲۶مه) د څلورو ورځو لپاره د ټولو پلي کسانو او لاریو سخته تالاشي پيل شي، خو د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ مه او ۲۸ نېټه، یعنی د جمعې او شنبې پر ورځو به د تګ راتګ ټولې لارې وتړل شي.

اعلامیه کې زیاته شوې سخت ناروغان به له دې حالته استثنا وي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ لپاره نژدې اتلس ځایونه په نښه شوي دي، چې تر ټولو ډېر بوخت ځایونه یې تورخم او سپین بولدک دي.

همدا تېره اونۍ (سپتمبر ۱۸) پاکستانی لومړی وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې ته لاړ او هلته يې له افغانستان سره د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره رسماً پرانیستله، چې له دې مخکې د ورځې لخوا ۱۲ ساعته پرانیستل کېده.

له دې یوه ورځ وروسته (سپتمبر ۱۹ مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د پاکستان له لومړي وزیره یې غوښتنه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت کې ورسره مرسته وکړي.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER

د عکس تشریح، لومړي وزیر عمران خان تېره اونۍ تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره رسماً پرانیستله

ولسمشر غني په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلي وو، (پاکستان پخوا هم د افغان ټاکنو امنیت خوندي کولو کې مرسته کړې ده.)

له دې مخکې د ۲۰۱۷ کال لومړیو کې پاکستان وویل، د ډیورنډ کرښې په ځینې سیمو کې د ازغن تار او کټارې لګولو او دغه راز د امنیتي پوستو زیاتولو پلان پیلوي.

هغه مهال پاکستاني سرچینو وویل، پاکستان به په هغو سیمو کې د ازغن تار او کټارو جوړولو هڅه کوي چې له افغان خاورې یې د ترهګرو د ور اورښتلو لار بولي.